تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حسن روحاني: اوکراینۍ الوتکه په تېروتنه په توغندي ویشتل شوې
ایراني چارواکو اعتراف کړی چې 'په ناقصدي توګه ' یې د اوکراین مسافر لېږدوونکې الوتکه ویشتلې چې د عملې په ګډون ۱۷۶ کسان پکې وژل شوي وو.
ولسمشر حسن روحاني د شنبې پر ورځ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''د پوځ له خپلمنځي تحقیقاتو وروسته دا پایله جووته شوه، چې د انساني تېروتنې له کبله په غیر ارادي توګه د یوکراین الوتکه په توغندي ویشتل شوې، چې له هېښوونکې پېښې سره مخامخ شوه او ۱۷۶ بې ګناه انسانان ووژل شول. ''
په تېرو دوه ورځو کې ایراني چارواکو د لوېدیځو هېوادونو د چارواکو هغه ادعاوې په کلکه ردولې چې ګواکې "داسې اسناد شته چې الوتکه ویشتل شوې ده".
بل لور ته د افغانستان حکومت رسماً وویل، چې په ایران کې د اوکراین غورځېدلې الوتکه کې لږ تر لږه ۱۳افغانان هم وژل شوي دي.
افغان ولسمشر د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ ويلي، هڅه کوي چې له دې پېښې اغېزمن شویو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.
د دغو ۱۳ کسانو په اړه نور جزئیات نه شته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه د کاناډا او هغو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې چې اتباع يې په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د ایران د انقلابي ګارد قوماندان ډګر جنرال امیر علي حاجي زاده ویلي، وسله وال ځواک د دې بشپړ مسئولیت پر غاړه لري:
''دا په سیمه کې د امریکا د شیطانت او کړنو پایله ده. د الوتکې د پېښې پر شپه مونږ د هر اړخیزې نښتې لپاره چمتووالی درلود، ځکه چې سیمه کې د جنګي الوتکو په ګډون ډېرې الوتکې په فضا کې وې، د کروز توغندیو امکان هم و. له بده مرغه په چټکۍ سره د یو تن لخوا د نیول شوي تصمیم په نتیجه کې د الوتکې دا پېښه رامنځته شوه. ''
دې پوښتنې ته چې په عراق کې د امریکا پر اډو د برید پرمهال ولې تاسې د ټولو الوتکو پر الوت بندیز نه لګولو هغه وویل:
''دا د هوايي چلن ادارې ستونزه نه ده، له هغوی نه و غوښتل شوي چې الوتکې له پروازونو منع کړي، هره سوتزه او مسئولیت پوځ ته راجع کېږي. دا د دې ځواکونو تېروتنه وه. د الوتکو د پروازونو منع کول زمونږ مسئولیت نه و، نورو ادارو باید دا کار کړی وای. ''
بل لور ته د شنبې پر ورځ د ایران امنیتي ځواکونو په یوه اعلامیه کې راغلي:
"د توغندیزو برېدونو له عملیاتو څو ګړۍ وروسته، د ایران شاوخوا د امریکايي ترهګرو هوايي جنګي الوتنې ډېرې شوې او د رادار په ښیښو کې ځینې نښې ښکاره شوې وې چې پر یو شمېر هدفونو څرخېدې او دفاعي ځواکونو ته رسېدلې وې چې له امله یې د توغندیو هوايي مدیریت په برخه کې حساسیت لاپسې ډېر شو. په داسې کړکېچن او حساس حالت کې، د اوکرایني شرکت ۷۵۲ شمېره الوتکې د امام خمیني له هوايي ډګره الوتلې او د سپاه یوه حساس نظامي مرکز ته نژدې شوې چې د دښمن د الوتکې په څېر ښکاره شوې او د انساني تېروتنې له کبله په نښه شوې ده چې له بده مرغه د یو شمېر هېوادوالو او بهرنیو وګړو د شهادت لامل شوې ده."
وړاندې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي و چې، د اوکراین هغه الوتکه چې پرون په ایران کې وغورځېده، ایرانیانو په تېروتنه وېشتلې ده.
په دغه پېښه کې د لس افغانانو په ګډون د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوي وو.
د امریکا سي بي ایس خبري شبکې په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي و، د اوکراین بین المللي هوايي شرکت هغه ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه په توغندي وېشتل شوې وه.
د سي بي ایس رپوټ د امریکايي څارګرو ادارو چارواکو له قوله لیکلي و چې، له سټیلایټه اخیستل شویو تصویرونو کې د توغندیو توغېدو دوې سرې لمبې او بیا د یوې چاودنې رڼا هم لیدل شوې.
نیوزویک خبري شبکې د امریکا دفاع وزرات پنټاګان د یوې سرچینې، یوه استخباراتي لوړ پوړي چارواکي او دغه راز د عراق د یوې څارګرې ادارې د کارکوونکي له قوله ویلي و، دوی باوري دي چې دغه الوتکه په 'تار' ډوله روسي توغندي وېشتل شوې ده.
دچهار شنبې پېښه له هغه یوازې څو ساعته وروسته وشوه، چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو پوځي هوايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، خو داسې هېڅ ثبوت نه دی ښودل شوی چې دغه دواړه پېښې کوم تړاو سره لري.
د اوکراین هوايي چلن شرکت دغه بوینګ ډوله الوتکه د ایران پلازمېنې تهران له امام خمیني هوايي ډګره له الوتو لږ وروسته وغورځېده.
د جنورۍ پر درېیمه په عراق کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د امریکا او ایران تر منځ له تاوتریخوالي سره همهاله ایراني چارواکو ویلي و، دوی به د الوتکې ریکارډ یا تور بکس بوینګ شرکت ته چې دغه الوتکه یې جوړه کړې او امریکايي چارواکو ته ور نه کړي.
د هوايي چلند نړیوالو قوانینو له مخې ایران کولای شي د الوتکې غورځېدو پېښې په تړاو د پلټنو مشري وکړي، خو په دودیز ډول د الوتکي چمتو کوونکي په داسې پلټنو کې ګډون کوي.
د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي و دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.
په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.
جرمني کې چارواکو وروسته وویل، ''موږ اوس داسې کوم معلومات نه لرو چې ایران کې د غورځېدلې الوتکې په سپرلیو کې جرمنیان هم شامل دي. ''