د غزې د شمال اوسېدونکي د څارویو په خوړو پايي

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د غزې شمال کې منزوي شویو استوګنو بي بي سي ته ویلي "ماشومان د څو ورځو لپاره له خوراکي توکو بې‌برخې دي؛ ځکه چې سیمې ته د مرستو رسولو مخنیوی په ډېرېدا او دوامداره کېدو دی."

ځینو وګړو د حیواناتو واښو میده کولو ته مخه کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځان ته ترې اوړه جوړ کړي،‌ خو وايي چې ددغو غلو دانو زېرمې هم په خلاصېدو دي.

ځینو د خپلو څښاک او منیځلو د اړتیاوړ اوبو موندلو لپاره کیندنې پیل کړې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په شمال کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ډېرېدل خورا ډېرېدونکي دي.

د ملګرو ملتونو د چارو د همغږي کولو دفتر ویلي د غزې شمال ته څه باندې نیمايي لارۍ تېره میاشت هلته له رسېدو راګرځول شوې وې او د مرستو سپارلو په څرنګوالي او ځای کې د اسرائیلي ځواکونو مداخله مخ په ‌ډېرېدو ده.

زیاتوي چې په شمالي سیمه کې نژدې ۳۰۰ زره کسان له مرستو محروم شوي او له مخ په ډېرېدونکې لوږې سره مخامخ دي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند چې د مرستو رسولو د همغږۍ ډلې برخه ګڼي، تېره میاشت خبریالانو ته وویل چې "غزه کې لوږه نه شته".. دوی بیا هم تکرار کړې وه چې "پوځ غزې ته د استول شویو مرستو اندازه نه محدودوي".

بي بي سي په غزه او بیت لاهیا کې له درېیو استوګنو کسانو سره غږېدلې. په دوی کې د محمود شلبي په نامه یوه تن چې بیت لاهیا کې روغتیايي مرستو کارمن دی وویل، خلک د حیواناتو د واښو لپاره کارېدونکې غلې دانې میده کوي او اوړه ترې جوړوي، خو اوس دا دانې هم په خلاصېدو دي.

دی زیاتوي "خلک په بازار کې واښه هم نه مومي، اوس په غزه او شمال کې هم نه پیدا کېږي".

"موږ د تېرې نومبر میاشتې د دویمې نټې د اوربند د ورځو یو څه خواړه لرو، د غزې شمال ته چې کومې مرستې رسېدلې وې اوس ختمې شوې دي، اوس خلک یوازې وریجې خوري".

د خوړو نړیوال سازمان بي بي سي ته دغه اونۍ وویل اسرائیلي پوځ وروستیو کې شمال ته له پنځو مرستندویه کاروانونو څلور یې درولي دي، په دې معنا چې غزې ښار ته د مرستو په رسېدو کې دوې اونۍ ځنډ راغلی دی.

'د سختې لوږې خطر'

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام سیمه ییز مشر مات هولینګجارت وویل: "پوهېږو که په منظم ډول د خوراکي توکو لویې مرستې ونه رسوو، په غزه کې د لوږې رامنځ ته کېدو لوی خطر شته".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د غزې شمال ته د مرستو مخنیوي کې پاموړ زیاتوالی راغلی دی.

په بیت لاهیا کې یوه اوسېدونکي وویل، د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري، نو ځکه د ککړیو اوبو څښلو ته مخه کوي.

په یوه وېډیو کې چې د غزې ښار شمال جبالیا کې ثبت شوې ده، اوسېدونکي د اسرائیلو په بمباریو کې د ویشتل شویو ودانیو په کنډوالو کې د اوبو د لویو نللیکو موندلو هڅه کوي چې د څښاک اوبه ومومي.

یوه بل اوسېدونکي بي بي سي ته وویل: "دلته په هرو ۱۵ ورځو کې یو ځل اوبه ترلاسه کوو، د ماشومانو وجود مو له مېکروبو ډک دی، غاښونه یې د ککړو اوبو له کبله ورو- ورو رژېږي، ځکه چې له رېګ ډکې زښت ډېرې تروې اوبه څښي".