په رفح سیمه د اسرائیلو د برید ګواښ پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي؛ امریکا وايي دا به "ناورین" رامنځته کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسرائیلو د هغه ګواښ له کبله نړیوال فشارونه په ډېریدو دي چې وایي، د حماس پر ضد به عملیات د مصر تر پولې رفح ښار ورسوي.
دا هغه ځای دی چې په غزه کې د سختو جګړو له کبله ګڼو فلسطینیانو پناه ور وړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ویلي "د غزې له نیمایي ډېر وګړي اوس دلته اوسېږي.
د نېدرلنډ بهرنیو چارو وزیر هانکه بران اشلوټ بیا ویلي "په دې سیمه کې عملیات د ډېرو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کېږي."
هغه ویلي داسې عملیاتو ته هیڅ پلمه نه شي جوړیدی.
سعودي عرب هم ویلي، که اسرائیل په رفح سیمه برید وکړي دا به "ډېرې جدي او بدې پایلې" ولري.
په غزې واکمنې حماس ډلې په خپل لومړني غبرګون کې ویلي "رفح ته د عملیاتو غزول به د لسګونو زرو کسانو د وژلو او ژوبلولو سبب شي."
امریکا هم اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې په رفح برید به "ناورین" رامنځته کړي، په همدې حال کې ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې هم د اسرائیلو په نوي پلان اندېښنه ښودلې.
مرسته رسونکو ډلو هم په دې تړاو ویلي، له مصر سره پر پوله له رفح ښاره د ټولو وګړو ایستل خورا سخت کار دی.
ویل کېږي دلته تر یو نیم میلیونه کډوال مېشت دي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلو د اکتوبر پر اوومه د حماس له حملو وروسته چې ویل کېږي شاوخوا ۱۲ سوه اسرائیلیان پکې وژل شوي په غزه کې پراخ عملیات شروع کړي.
د حماس د روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ له هغه وخته راهیسې د اسرئیلو په عملیاتو کې له ۲۷ زرو ډېر فلسطېنیان وژل شوي او لږ تر لږه ۶۷ زره نور ټپیان شوي دي.
د دغو سختو جګړو له کبله د غزې یو زیات شمېرو وګړو د خوندیتوب په موخه رفح ته پناه وړې ده.
د جګړې لمن د پراخېدو څخه د بدو پایلو په اړه خبرداري له هغې وروسته ورکول کېږي، چې د شنبې پر ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر وکړ چې له رفح څخه د ولسي وګړو خوندیتابه ته چمتوالی ونیسي.
له دې مخکې اسرائیلو د غزې د تخلیی امر کړی و.
په همدې ترڅ کې د اسرائیلو دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي، پوځ هغو سیمو ته رسېږي چې "جګړې یې لا پکې نه ده کړې، په تېره رفح ته".
د اسرائیلو هیوم ورځپانې د اسرائیلي چارواکو له خولې ویلي، د ممکنه برید له پیلولو مخکې اسرائیلي حکومت له رفح نه د غزې شمال ته د بېځایه شویو خلکو د کوچولو پر چاره کار کوي.
رفح ته د غزې تړانګې د بېلابېلو سیمو بېځایه شوي خلک وايي، نه غواړي سیناء ته ولاړ شي او غزه پرېږدي.
په همدې درشل کې اسرائیلو یو ځل بیا د اوربند لپاره د حماس شرطونه او د نړیوالې ټولنې غوښتنه رد کړې.








