طالبان: ملګرو ملتونو زموږ حکومت په رسمیت نه دی منلی، د دوی څېړنې هم بېبنسټه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بښنې د نړیوال سازمان هغه غوښتنه بې ځایه وبلله چې له ملګرو ملتونو یې په افغانستان کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو د څېړنې د یوه ميکانېزم جوړولو غوښتنه کړې.
د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا غږ کړی چې داسې جوړښت رامنځته کړي چې په خپلواکه توګه د نړیوالو قوانیو له مخې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنې وکړي چې له دې لارې به د دې جرمونو عاملین معلوم شي او د عدالت د تامین لپاره شواهد تر لاسه او تحلیل شي.
د دغه بنسټ د وړاندیز له مخې، یاد جوړښت به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورورکوونکي تر څنګ د هغه د کار بشپړوونکی رول ولري او یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ به د څارونکي رول ولري.
د بښنې نړیوال سازمان په دې اند دی چې طالبانو په تېرو اتلسو میاشتو کې ښودلې چې نه اراده لري او نه هم د دې وړتیا لري چې د ښځو او نجونو او ديني او توکمیزو لږه کیو د حقونو پراخې سرغړونې وڅېړي.
یاد سازمان وايي، طالبان بیا بیا او په ډاګه ښيي چې هېڅ داسې اراده نه لري چې د خپلو کسانو په لاس د بشري حقونو سرغړونې دې په بې پرې، خپلواک او اغېزناک ډول وڅېړل شي، ځکه خو وړاندیز کوي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه د خپلو دوامدارو اعلامیو او ویناوو په تعقیب اوس پرېکند عملي ګام هم اوچت کړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بښنې د نړیوال سازمان دا غوښتنه بې ځایه بولي.
د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، له بیرونه د ورته څېړنو خبره یوازې تبلیغاتي بڼه لرلی شي، په داسې حال کې چې د دوی محاکم د جرمونو په څېړلو کې جدي دي.

د عکس سرچینه، AFP
هغه دغه راز وویل، دا چې ملګرو ملتونو د دوی حکومت په رسمیت نه دی منلی نو دا به په دې مانا وي چې د ملګرو ملتونو ورته څېړنې به هم اساس نه لري.
د بښنې نړیوال بنسټ دا هم وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د واک له تر لاسه کولو راهیسې سره له دې چې په ظاهره یو ډول ژمنې کړې وې خو په عمل کې يې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورټر په وینا دا د بشر ضد جرمونو کې حسابېدی شي.
بښنې نړیوال سازمان د طالب ځواکونو لخوا د هزاره وګړو د ډلهييزو وژنو په اړه هم درې څېړنې کړې چې په درې واړو قضیو کې په افغانستان کې اوسني واکمنان په څېړنو او عدالت ته د شکمنو عاملینو په راکشولو کې پاتې راغلی.
د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو نورو سرغړونو ته هم اشاره کړې او په عام محضر کې د دورو وهل، برملا قصاص او اعدامونه او د ملي مقاومت په نامه جبهې سره جګړې سره هممهاله د ناڅاپي نیونو، ناقانونه او وژنو او نورو سرغړونه یادونه هم کړې.
د بښنې نړیوال بنسټ دا هم ویلي چې د "تېر یوه کاله په موده کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بدتر شوی او له همدې امله يې د څېړنې د ورته میکانیزم رامنځته کېدل هم جدي اړتیا بللې.











