د بښنې نړيوال سازمان له امنيت شورا غواړي افغانستان کې پر ښځو د محدوديتونو پر لېرې کولو غور وکړي

امنيت شورا

د عکس سرچینه، Getty Images

د بښنې نړيوال سازمان (امنيسټي انټرنشل) د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي چې د افغانستان په اړه نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګولو شويو محدويتونو په لغوه کولو ور ټوله وي.

ټاکل شوې نن (جمعه ۱۳ جنوري) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د وضعيت او په دغه هېواد کې د ښځو د حالت په تړاو د بندو دروازو تر شا غونډه وکړي.

د بښنبې نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کار له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې بشري ناورين لا ژور شوی او په هېواد کې د خوړو د نشتوالی او د خوارځواکۍ کچه لا زياته شوې ده.

يو شمېر نړيوالو موسسو په افغانستان کې د طالبانو له خوا په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا مشرې يميني ميشرا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو د مخنيوی لپاره د امنيت شورا د هڅو پر اهميت ټينګار کړی دی.

د بښنې نړيوال سازمان همدا ډول د هغو کسانو چې د طالبانو له خوا د لګولو شويو محدوديتونو پر ضد غږ پورته کوي، د ځپل کېدو د درولو غوښتنه هم کړې ده.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره له شپږم پورته ښوونځیو او په پوهنتونو کې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.‌ دغه بنسټ په این جیوګانو کې د ښځو د کاربندیز لېرل کول هم غوښتي.‌

دغه سازمان همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، له طالبانو باید وغواړي چې خپل سیاستونه بدل کړي، ښځو ته اجازه ورکړي چې په نا دولتي ادارو کې بېرته کار پيل او له خپلو مدني حقوقو برخمنې شي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو او د ښځو په کار باندې بندیزونه له اسلامي قانون سره په ټکر کې بللي دي.

طالب چارواکي بيا د مېرمنو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل لنډمهالي بولي او وايي چې د شرایطو په ښه کېدو سره يې بېرته پرانيزي. خو تر اوسه دې برخه کې د پام ګامونه نه دي اخیستل شوي.