بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې دې د بشريت ضد او جنګي جرمونو د څېړنې ميکانېزم جوړ شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې پر بشري حقونو د تېري او جنګي جرمونو په تړاو دې افغانستان کې د طالبانو معافیت پای ته ورسېږي.
دې بنسټ یوه بیان کې ټينګار کړی چې افغانستان کې د شویو بشریت ضد او جنګي جرمونو په اړه د څېړنې لپاره یو میکانیزم رامنځته شي.
د بښنې نړیوال بنسټ وايي د څېړنې د دې میکانیز له لارې به په خپلواکه توګه د نړیوالو قوانیو له مخې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنې وکړي. له دې لارې به د دې جرمونو عاملین معلوم شي او د عدالت د تامین لپاره شواهد تر لاسه او تحلیل شي.
د دې بنسټ له خوا خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې افغانستان کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو په اړه دا څېړنه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د رپوټ چمتو کوونکي د هڅو بشپړوونکې ده. یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ به د څارونکي رول ولري.
د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني د دې غوښتنې په اړه بي بي سي ته وویل د جګړې د ټولو ښکېلو له خوا د بشریت ضد او جنګي جرمونو په اړه باید څېړنې وشي.
نوموړي وويل، "موږ غوښتنه کوو چې د نړیوالې محاکمې لپاره د هغو جرمونو په اړه سندونه را ټول شي چې د بشریت پرضد په افغانستان کې شوي دي. زموږ یوه جدي اندېښنه د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ پر مهال ده چې جنګي او بشریت ضد جرمونه شوي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي. خو په تېرو شلو کې د مخکني حکومت او بهرنیو ځواکونو په ګډون د ښکېلو خواوو له خوا هم جنګي جرمونه شوي دي. افغانستان کې له سزا د معافیت دود باید پای ته ورسېږي، قربانیان باید احساس وکړي چې عدالت تامینېږي او پر بشري حقونو د طالبانو له خوا تېری او ناقانونه وژنې بې پوښتنې نه پاتې کېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال بنسټ خپل بیان کې ویلي طالبان د دوی د اړوندو وسله والو له خوا د شویو بشریت ضد او جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د خپلواکې او بې پرې څېړونو پلوي نه دي، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه د بیانونو ترڅنګ جدي عملي اقدامات وکړي.
ښاغلی سلطاني وايي "د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د بښنې نړیوال سازمان ډېرې پېښې څېړلي، له دې ډلې په سپین بولدک کې ناقانونه وژنې او د غزني مالستان کې داسې قضیې څېړل شوي چې ښايي جنګي جرم وګڼل شي. غور او دایکندي کې موږ قتل عامونه څېړلي. دغه راز پنجشیر کې مو جنګي جرمونه څېړلي ، د ښځو په حق کې د طالبانو کړنې هم بشریت ضد کړنې ګڼل کېدای شي، چې په نړیواله کچه باید وڅېړل شي."
د بښنې نړیوال سازمان وايي د "تېر یوه کاله په موده کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی، نو ځکه وایي د څېړنې یو میکانیزم رامنځته کول یوه بېړنۍ او جدي اړتیا ده."
طالبانو د بښنې نړیوال بنسټ د دې تازه څرګندنو په اړه لا څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې د دوی په واکمنۍ پرمهال بشریت ضد او جنګي جرمونو تورونه رد کړي دي.









