د طالبانو حکومت څېړونکي پلاوي تائید کړه چې د ایران کلګان کې پر افغانانو ډزې او چاودنې شوې

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د هغو رپوټونو په اړه خپلې لومړنۍ موندنې ډاګیزه کړې چې پکې ویل شوي وو د ایران او پاکستان ترمنځ پر پوله د ماین چاودنې او د ایراني پوله ساتو ډزو کې لسګونو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن (پنجشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې د ایران په کلګان نومي دره کې پر یو شمېر افغانانو چاودنې او ډزې شوي دي.
ښاغلي فطرت ویلي "تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پېښه کې ټپيان شوي، د هیئت له لوري افغانستان ته لېږدول شوي دي."
په اعلامیه کې دا هم منل شوې، چې ځینې نور زیانمن افغانان لا هم "په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی".
د طالبانو حکومت لخوا ټاکل شوي پلاوي دا نه دي ویلي، چې په دې پېښه کې په ټولیز ډول څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
خو دوه اونۍ مخکې د دې پېښې په اړه لومړنیو ناتایید شویو رپوټونو کې د ایران او پاکستان ترمنځ پر پوله د شاوخوا ۲۵۰ افغانانو د وژل کېدو ادعا کېده.
د طالبانو حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې "وروستي جزيات به د نورو څېړنو له پای ته رسېدو وروسته بیا خپاره کړي."
د طالبانو حکومت لخوا د دې پېښې څېړنې لپاره د ټالکل شوي پلاوني مشري د دوی د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او ویل شوي چې د بهرنیو چارو، ملي دفاع او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ترڅنګ پکې د استخباراتو لوی ریاست استازي هم شامل دي.
د پېښې په اړه لومړني رپوټونه

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat
د دې پېښې په اړه لومړني رپوتونه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې (د اکتوبر۱۵- ۱۶مه) خپاره شول. هممهاله ورسره پر خواله رسنیو داسې ناتایید شوې ویډیوګانې هم خپرې او لاس په لاس کېدې، چې ویل کېدل د همدې پېښې دي.
په ځينو ویډیوګانو کې یو شمېر ټپیان لیدل کېدل چې په پښتو خبرې کوي او یو یې د خپل ماما زوی ته په اشاره وايي: "دا کار یې د دې لپاره کړی، چې څوک ایران ته د تګ زړه ښه نه کړي. دا زما د ماما زوی دی، څلور وارې ویشتل شوی دی. زه هم ټپي شوی یم."
بيبيسي په خپلواک ډول د دغو ویډیوګانو کرهوالی او د هغو کسانو شمېر نه شي تائیدولی چې په دې پېښه کې وژل شوي یا ټپيان دي.
خو دوه اونۍ وړاندې د بلوڅ فعالانو د کمپاین مسوول معین ارجمند بيبيسي ته ویلي و، چې د ایران او پاکستان پر پوله په دې سیمه کې ډېر ماینونه اېښودل کېږي او عیني کتونکو ورته ویلي دغو کسانو چې غوښتل یې نیمه شپه له پولې واوړي، پر ماین ور برابر شوي.
هغه د ځینو ناتائید شویو رپوټونو له مخې دا هم ویلي، چې د ماین له چاودنې وروسته "ایراني سرحدي ځواکونو" ډزې کړې دي.
دغو رپوټونو هغه مهال د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو لورو پراخ غبرګونونه پارولي و.
طالبانو هغه وخت په لوړه کچه د پلټنو اعلان کړی و او په ټکو یې د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.











