د ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د وژنو رپوټونو پراخ غبرګونونه پارولي

ایران

سرچینو بي‌بي‌سي فارسي ته ویلي چې د پاکستان او ایران تر منځ له سرحدي سیمو یو شمېر افغانان د ماین په چاودنه او ډزو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې یو شمېر ټپیان لیدل کېږي چې یو شمېر یې په پښتو خبرې کوي او یو یې د خپل ماما زوی ته په اشاره وايي: "دا کار یې د دې لپاره کړی، چې څوک ایران ته د تګ زړه ښه نه کړي." دا زما د ماما زوی دی، څلور وارې ویشتل شوی دی. زه هم ټپي شوی یم."

دغې پېښې چې ځينې ويډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کېږي پراخ غبرګونونه او اندیښنې پارولي.

د افغانستان په بشري وضعیت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارد بېنېټ وايي په دې اړه خپرو شویو رپوټونو سخت اندیښمن کړی دی.

هغه په ټولو ښکیلو اړخونو په بیړني ډول د رڼو پلټنو غږ کړی او ویلي یې دي په نړیواله کچه افغانانو ته د پام او ډېر خوندیتابه اړتیا ده.

ګڼو نورو لوریو هم د دې پېښې غندنه کړې او وايي باید د داسې پېښو مخنیوی وشي.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې څه شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي خو هغه انځورونه او ویډیوګانې چې خپرې شوي، د تلفاتو کچه ستره ښکاري.

د افغانستان مخکېني لوی څارنوال فرید حمیدي هم ویلي، "په داسې حال کې چې په دې پوهېدل، چې دا بې وسه او بې دفاع مهاجرین او کډوال دي، په قصدي توګه پرې برید او وژل یې د بشریت ضد جنایت، یو جدي او غیر انساني جرم دی."

د مخکنې حکومت د استخباراتو مشر رحمت الله نبیل هم د دغه برید غندنه کړې او لیکلې یې دي، "دوی خلکو ته پرته له ظلم، مرګ او ورانۍ بل څه نه راوړي. دوی هره ورځ په خپل استبداد او بې‌ رحمۍ کې ډوبېږي او خپلې تباهۍ ته نږدې کېږي."

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک دا یو ستر جنیات بللی دی او وايي، "دا د خپلو مسلمانانو سره د پیوستون په اړه د ایراني ملایانو لویې ادعاوې افشا کوي. د افغانانو لپاره تر ټولو ښه انتقام د یو پیاوړي، سوکاله او ټول شموله افغانستان د جوړولو لپاره متحد کول دي."

د سراوان پوله کې افغان کډوال په "ډزو او د ماین چاودنه" کې وژل شوي او ژوبلېدلي

د ویډیو تشریح، سراوان پوله کې د افغان کډوالو وژل کېدل او ژوبلېدل

په یوه بله ویډیو کې یو کس اورېدل کېږي چې ویل یې په کله‌ګان سیمه کې دی: "زه د ټولو مخکې وم او هلته لس کسان وو." یو بل تن وايي، "زه له تاسو سره وم، دوی پر ما هم ډزې وکړې."

یوې سرچینې چې د کورنۍ غړی یې ټپي شوی، بي‌بي‌سي ته ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) سهار وختي د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په کله‌ګان سیمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، تېل وړونکو موټرو د دې کورنۍ دغه غړی او يو شمېر نور ټپيان د همدې ولايت ګلشن ښار ته لېږدول شوي دي. هغه زياته کړه، وروسته يې د کورنۍ غړي او لس نور ټپيان له ګلشن نه د سراوان روغتون ته يوړل.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د ویډیو تشریح،

او زیاتوي، هلته يې ډېر ټپيان ليدلي، خو کره شمېره يې نه ده معلومه، چې څومره ټپيان او يا وژل شوي دي. هغه دا هم وويل، چې په روغتون کې د ارامۍ فضا ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په روغتون کې له خپلوانو سره وګوري.

د بلوڅ فعالانو د کمپاین مسوول معین ارجمند بي‌بي‌سي ته وویل، د ایران او پاکستان پر پوله په دې سیمه کې ډېر ماینونه اېښودل کېږي او عیني کتونکو ورته ویلي دغو کسانو چې غوښتل یې نیمه شپه له پولې واوړي، پر ماین ور برابر شول، ماین وچاودېد او د ځینو ناتایید شویو راپورونو له مخې، بیا "ایراني سرحدي ځواکونو" ډزې پیل کړې.

بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه د هغو کسانو شمېر نه شي تاییدولی چې له پولې د اوښتو هڅه کوي او دا چې څنګه ټپیان شوي یا وژل شوي دي.

د ایران او د طالبانو د حکومت غبرګون

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، د "لسګونو افغانانو د وژل کېدو خبر" حقیقت نه لري.

هغه په X (ټوېټر) لیکلي: "تر دې شېبې د باوري سرچینو له لارې د مستقیم تعقیب په پایله کې، دا څرګنده شوه چې د سراوان په پوله کې د لسګونو غیرقانوني اتباعو د مړینې خبرونه ریښتیا نه دي."

هغه زیاته کړې: "د ناقانونه وګړو له غیر قانوني ننوتلو سره قانوني چلن د هېوادونو مشروع حق دی او د هر هېواد پوله‌ساتي مکلف دي چې د غیر قانوني اتباعو د ننوتلو مخه ونیسي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د طالبانو حکومتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او پایله به یې اعلان شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکس (ټوېټر) لیکلي "نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بيېابېل ارګانونه او دیپلوم ماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي، دا چې د پېښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت هم بي‌بي‌سي ته ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي.