ايران وايي نور د ناقانونه کډوالو د منلو توان نه لري

سکندر مومني

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، هېواد یې نور د ناقانونه کډوالو د منلو توان نه لري او وايي د هغوی شړل یې کاري لومړیتوب دی.

ښاغلي مومني چې په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د کډوالو ستنولو پرېکړې پلي کولو لپاره یې اړین تدابیر هم نیولي دي.

نوموړي وويل، "د ناقانونه کډوالو موضوع يوه ملي مسله ده او طبيعي خبره ده چې انتظاميه ځواک په کې تر نورو ډېر ښکېل دی. د خلکو او حکومت په غوښتنه دا مسئله په کاري لومړيتوب کې شامله شوې ده."

ښاغلي مومني زياته کړې، "هغوی (کډوال) زموږ وروڼه دي او موږ ورسره ډېر مشترکات لرو خو هېواد مو له دې زيات د دوی د منلو توان نه لري. موږ د يوې مناسبې طرحې له مخې لومړی هغه کډوال ستنوو چې په ناقانونه توګه ايران ته کډوال شوي دي."

د ايران د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستيو کې په ايران کې له يو شمېر افغان کډوالو سره د پوليسو او ايراني وګړو له خوا د ناوړه چلند خبرونه رسنيز شوي دي.

د راپورونه له مخې ايران د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهير هم ګړندی کړی دی.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ايران د سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پر وروستيو څرګندونو هم کلکه نيوکه کړې ده.

ښاغلي قمي په دې وروستيو کې له يوې ايرانۍ رسنۍ سره خبرو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمني پر څرنګوالي نيوکه کړې وه او يلي يې وو چې په دغه هېواد کې بايد د قومي، ژبني او مذهبي اقليتونو پر وړاندې تبعیض ختم شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند احمد ضيا تکل د ايران دا تورونه بې بنسټه بللي دي.

نوموړي ويلي، "هېڅوک نشي کولی چې له هېڅ يوه افغان سره تبعيضي چلند وکړي. د هېواد د هر وګړي حقه حقوق خوندي دي."

ښاغلي قمي په دغه مرکه کې په ايران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي وو چې د ولسمشر مسعود پزشکيان د حکومت له راتلو سره د دغو کډوالو د وضعيت د ښه والي لپاره جدي او څرګند ګامونه پورته شوي خو ټينګار يې کړی چې بايد دغو کډوالو ته په خپله خاوره کې د کار ، زدکړو او درملنې موقع برابره شي.