د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکی: افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټینګار د خیر - ښېګڼې پر بنسټ کېږي

د عکس سرچینه، jamejam
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په روسیه کې د (مسکو فارمټ) په نامه د سیمې هېوادونو غونډې په درشل کې ویلي، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په تړاو د خیر، ښېګڼې یو نظر شته.
د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د لوېدیځې اسیا چارو مدیر او مرستیال وزیر رسول موسوي له جامجم خبري شبکې سره مرکه کې په دې هکله وویل: ''دا چې د افغانستان ګاونډیان، سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کوي، لامل یې دا دی چې د افغانستان تاریخي تجربه ښيي چې یو قوم په یوازې سر نه شي کولای د هېواد ټولو وګړو لپاره امنیت تامین کړي او له همدې کبله شخړې رامنځته شوې دي.''
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې په بلنه د مسکو جوړښت (مسکو فارمټ) په نامه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی دی. دغه ناسته د را روانې جمعې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې کېدونکې ده.
بل لور ښاغلي موسوي د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو غونډو په هکله ویلي: ''ایران تل چمتووالی ښوولی چې که د افغانستان هر ګاونډی په خپل نوبت سره د داسې غونډو ترسره کولو امکان نه لري، د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، داسې غونډې ترسره کړي.''
د یادونې ده، چې ایران او روسیې له دې مخکې هم څو ځله په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کولو موضوع تکرار کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي مخکې ویلي و، هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې لپاره د دوی شرط دا دی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.
خو د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي حکومت يې ټولګډونی دی او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تېره جولای کې په دې هکله وویل: "د افغانستان دننه نظام جوړول او يا د نظام څرنګوالی د افغانانو کار دی او دا په نورو هېوادونو پورې هېڅ ارتباط نه لري."
د دې تر څنګ په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دا وروستیو کې په دې هکله په کمساري توګه ظاهراً د ایراني چارواکو له لوري په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت وړاندیز ته په اشارې سره ویلي: ''تاسو چې تل موږ ته د ټولګډونه حکومت وړاندیزونه کوئ، ایا په خپل هېواد کې ټولګډونی حکومت لرئ؟ ایا د خپل هېواد د وګرو حقونه مو تامين کړي دي؟ تاسې چې په زندانونو کې څومره بندیان اعداموئ، زموږ په زندانونو کې دومره ټول بندیان نه دي.''
طالب چارواکو په تکرار سره د خپل حکومت پر ټولګډونوالي ټينګار کړی. خو ظاهرا له ټولګډوني حکومته د طالبانو تعبیر جلا ښکاري، ځکه نړیواله ټولنه پر سیاسي مشارکت ټينګار کوي، او د داسې یوه حکومت غوښتنه کوي چې د دوحې تړون له مخې د افغان سیاسي لورو ترمنځ د خبرو پایله کې جوړ شوی وي.









