رئیسي: افغانستان کې د تلپاتې امنیت لپاره ټولګډونی حکومت پکار دی

ابراهیم رئیسی پس از ورود به مسکو به دیدار ولادیمیر پوتین رئیس جمهور روسیه رفته است

د عکس سرچینه، Irna

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په افغانستان کې د ثبات او دايمې امنيت يوازينۍ لار د ټولو قومونو او ډلو په شتون کې د يوه ټول ګډوني حکومت جوړل ياد کړي دي.

د ايران د ولسمشرۍ د اطلاعاتو مرکز د خبرپاڼې له مخې ښاغلي رئيسي دغه څرګندونې په مسکو کې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين سره د ليدو پر مهال کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې ايران په افغانستان کې د ټول ګډوني حکومت په جوړېدو ټينګار کوي تر دې وړاندې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم ويلي وو، طالبان باید پر داسې لور اقدامات وکړي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

د تېر کال ډسمبر په لومړيو کې په نيمروز کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو تر منځ نښتې وشوې. دواړه لوريو ويلي وو چې پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځ ته شوې ده خو د ايران بهرنيو چارو وزارت د داسې پېښو د مخنيوي پر اړتيا ټينګار کړی و.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د ايران او طالبانو تر منځ اړيکې ترينګلې وې. خو په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور او په سيمه کې د داعش ګواښ دواړه لوري يو څه سره نژدې کړي دي.

.

د عکس سرچینه، MFA

خو له ښاغلي پوتين سره د ليدو پر مهال ابراهيم رئيسي ويلي، "په سوریه کې د زموږ دواړو د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ له بریالۍ تجربې په افغانستان کې هم ګټه اخیستلی شي".

روسيې او ايران په سوريه کې د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد سره د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو ډلو په ځپلو کې مرسته کوله.

د نړۍ هېڅ کوم هېواد تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر دې ډلې غږ کوي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو، د ښځو او لږکيو حقونو ته پاملرنه وکړي.

زوسيې ته د ښاغلي رئيسي دغه دوه ورځنی سفر په داسې حال کې کېږي چې له ایران سره د اتومي هوکړې د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې روانې دي.

دا د ابراهيم رئيسي له واک ته رسېدو وروسته له ایرانه بهر تر ټولو مهم رسمي سفر او په ورته وخت کې له ۲۰۱۷ کال راهیسې روسیې ته د یوه ایراني ولسمشر لومړنی سفر دی.