د طالبانو حکومت چارسمبالی لومړی وزیر: زموږ حکومت ټولګډونی دی

د عکس سرچینه، SAMANGANI
د طالبانو د حکومت چار سمبالي لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر هم د خپلو نورو چارواکو په څېر پر دې ټینګار کړی چې اوسنی سرپرست حکومت یې ټولګډونی دی.
د ریاست الوزرا سرپرست عبدالکبیر نن په کابل کې یوې غونډه ته وویل، په حکومت کې "د هر قوم او هرې سیمې خلک کار کوي.
نړیواله ټولنه او د طالبانو له حکومته بهر افغان سیاسي مشران په دې باور دي چې افغانستان کې روانه واکمنۍ کې یوازې د "یوه فکر خلک ټول شوي دي او هېڅ ښځه یې په کابینه کې نشته."
نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمېت پېژندلو تر ټولو لوی شرط د ټولګډوني حکومت جوړول او د ښځو حقونو ته درناوی بللی چې د طالبانو لخوا په دې تړاو کومه څرګنده او عملي ژمنتیا نه لېدل کېږي.
خو ښاغلي عبدالکبیر ټینګار کړی چې حکومت یې له نورې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.
نوموړی وايي، "افغانستان نورې نړۍ ته اړتیا لري، نوره نړۍ هم افغانستان ته اړتیا لري."
د کابل په سپېدار ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال، ښاغلي کبیر ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي او نورو هېوادونو پر وړاندې ونه کارول شي.
نوموړي دا خبره رد کړه چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې کارول کېږي. دا وروستیو کې د افغانستان ګاونډ پاکستان کې ځینو لوړ پوړو چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې له ډیورنډ کرښې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي ور اوړي او هلته بریدونه کوي.
مولوي کبیر وویل، هېڅوک داسې ثبوت نه شي وړاندې کولای چې د افغانستان خاوره دې د چا پر ضد کارېدلې وي.
"د ګلانو د شیندلو تمه نه لرو"

د عکس سرچینه، Taliban
دغې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په خپلو خبرو کې له ګاونډیانو سره پر ښو اړيکو ټینګار کړي.
ښاغلي متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دا وروستیو کې د هلمند سیند د اوبو پر سر د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ اړيکي ترینګلي شوې دي.
ښاغلي متقي وايي "که حکومت په رسمیت نه دي پېژندل شوی، خو ګڼ سفارتونه افغانستان کې شته" او ډېرو هېوادونو کې خپل استازي لري.
نوموړی دا هم وايي له هغو هېوادونو د ګلانو شیندلو تمه نه لري چې تېرو شلو کلونو کې په جګړه ورسره بوخت وو.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نژدې شل میاشتې تېرېږي، خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.








