چین: طالبان دې منځلارې کړنلارې غوره او خپل حکومت دې ټول‌ګډونی کړي

اسلام اباد

د عکس سرچینه، MoFA

د چین د بهرنیو چارو وزیر چېن ګانګ وايي هېواد یې چمتو دی د افغانستان د اقتصاد بیارغاونه کې او له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي، خو وايي طالبانو ته په کار ده چې منځلارې کړنلارې غوره کړي او ټول ګډونه حکومت ته غاړه کېږدي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ستراتیژیکو په اړه له څلورمې ناستې وروسته خبري غونډه کې د افغانستان په اړه هم څرګندونې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې له پاکستان سره په ګډه چمتو دی د طالبانو له ادراې د افغانستان په اقتصادي بیارغاونه کې مرسته وکړي. خو د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له څرګندونو داسې ښکارېده چې امنیتي مسلې لا هم د دوی لوی اندېښنه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل طالبان باید معتدلې کړنلارې خپلې کړي:

"چین او پاکستان چمتو دي چې د افغانستان اقتصادي بیارغاونه کې مرسته وکړي. موږ هیله لرو چې طالبانو ټول ګډونه حکومتولۍ ته غاړه کېږدي او معتدلې کړنلارې خپلې کړي او له ګاونډیانو سره ښه اړیکي وپالي. دا مهمه ده چې طالبانو د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او افغانستان کې دننه د ترهګرو ځپلو لپاره پیاوړي ګامونه واخلي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د چین د بهرنیو چارو د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې غونډې ته په اشارې چې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر هم په کې برخه لرله، وویل ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو ته لاره هواره کړي.

ښاغلي ګانګ وویل دا ښې اړیکې به مرسته وکړي چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهلیز سي پک د افغانستان لور ته هم وغځول شي، سوداګري، پانګونه او کلتوري اړیکي به هم پراخه شي.

د ترهګرۍ په اړه اندېښنو ته په اشاره د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې د پاکستان او طالبانو ادارې سره ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته چمتو دی.

هغه دې لړ کې په ځانګړې توګه د اویغور مسلمانو ډلې ختیځ ترکستان اسلامي تحریک ته اشاره وکړه. چین وايي د دې ډلې وسله وال افغانستان کې دي.

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ډله له افغانستان پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان وايي چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر ګډ کار ټينګار وکړ، هغه یو ځل بیا وویل د طالبانو له ادارې سره دې ګډ کار وشي. ده زیاته کړه تل یې د طالبانو ادارې چارواکو ته ویلي چې له موږ سره مرسته وکړئ چې له تاسې سره مرسته وکړو.

د دوه اړخیزه همکارۍ لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ترهګرۍ سره مبارزه سره کرښه وبلله.

" په پاکستان کې زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسله او سره کرښه ترهګرۍ ده چې د سیمې ثبات او امنیت ته یې ډېر جدي ګواښ رامنځته کړی او د افغانانو د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی. موږ هڅه کوو د درې اړخیزه همکارۍ له لارې له افغانانو سره مرسته وکړو. اقتصاد برخه کې ګډ کار وکړو. دې برخه کې ډېرې پروژې شته په تېره د شانګهای همکاریو سازمانو په اډانه کې".

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو ډله له افغانستان پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان وايي چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د طالبانو اداره کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اسلام آباد کې درې اړخیزه غونډه کې له ګډون ورسته د پاکستان د یو شمیر سیاسي ګوندونو له استازو سره کتلي دي او پر دوه اړخیزه اړیکو یې خبرې کړي دي.