د ای اېس ای پخوانی مشر: د خبرو مېز ته د طالبانو تر کېنولو پرته نور ډېر څه نه شو کولی

د پاکستان د ای اېس ای پخوانی مشر او متقاعد ډګر جنرال اسد دورانی وايي، د افغان مجاهدینو په څېر یې له وسلوالو طالبانو سر هم مرسته وکړه او اغېز پرې لري.
اسد دورانی له بي بي سي سره خبرو کې وايي، له افغان مجاهدینو سره یې اړیکي درلودل او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو- پخواني شوروي اتحاد- د اېستلو لپاره یې له هغوی سره مرسته کوله:
"له طالبانو سره مو هم دا وکړه، له ټول فشار سره سره موږ پر دوی اغېز وکړ او اړیکي مو ور سره وساتل."
افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېر کې بیا بیا پر پاکستان نیوکه کړې چې طالبانو ته یې خپله خاوره کې ځای ور کړی او ملاتړ یې کوي.
که څه هم د دغه هېواد چارواکو ورته تورونه رد کړي، خو په ۲۰۱۳ کال کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو یوه وزیر سرتاج عزیز خپل سفر کې وویل چې له طالبانو سره اړیکي لري او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.
پاکستان د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوسنیو خبرو ته لار جوړولو کې هم د خپل رول خبره کوي، چې د سپټمبر له ۱۲ په دوحه کې روانې دي، خو پکې د کوم پرمختګ نښه نه لیدل کېږي.
کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې ولسمشر غني له نوموړي وغوښتل چې دې خبرو کې همکاري وکړي.
اسد دورانی دې خبرو ته په اشاره وايي، پاکستان د خبرو مېز ته د طالبانو تر کېنولو پرته نور ډېر څه نه شي کولی:
"پاکستان دا کولی شي چې پر مجاهدینو او طالبانو خپل اغېز وکاروي دا ویلی شی چې له نورو سره خبرې وکړئ او تاسو چې بیا څه فیصله وکړه موږ ته منظوره ده. له دې ډېر څه پاکستان نه شي کولی."
دورانی: غني د افغانستان راتلونکي کې رول نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې هم اسد دوراني د پاکستان له یوه تلوېزوني چینل سره مرکه کې ویلي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به سختې وي.
هغه دا هم ویلي چې طالبان به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره نه، بلکې د عبدالله عبدالله او محمد محقق په څېر کسانو سره چې "د خاورې بچیان" دي، خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان راتلونکي کې به ولسمشر غني رول ونه لري.
د اسد دوراني په اند، پاکستان له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د اغېزناک سیاسي دریځ لرلو لپاره لس کاله مخکې له روسیې او ایران سره اتحاد وکړ او دا چاره اوس له امریکا او افغانانو سره د طالبانو خبرو کې اغېزناکه تمامه شوې ده.
نوموړی زیاتوي افغانستان کې د نیواکګرو ځواکونو حضور هېڅکله هم د پاکستان په ګټه نه و او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو وتلو سره به پاکستان هغه بري ته ورسېږي چې په لټه کې یې و.
وسله والو طالبانو یا پخوانیو افغان مجاهدینو د ښاغلي دوراني دې څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
اسد دورانی

د عکس سرچینه، Getty Images
اسد دورانی پر ۱۹۸۸ کال د پوځي استخباراتو ډایریکټر جنرال شو.
په ۱۹۹۰ کال د ای اېس ای مشر وګومارل شو.
په ۱۹۹۳ کال له تقاعد وروسته جرمني او سعودي کې د پاکستان سفیر شو.
وروستیو کې د خپل کتاب "اونر امنګسټ سپاییز" له چاپ وروسته بیا د خبرونو برخه شوی دی.
دا اثر د پخواني کتاب "سپايي کرونیکلز" د لړۍ دویم کتاب دی.








