مشرانو جرګه: افغان سفیر سره د ای اېس ای د ناسم چلن جدي پلټنه دې وشي

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ISLAMABAD
د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان سفیر عاطف مشعل سره د هغه هېواد د استخباراتي ادارې یا ای اېس ای د ناسم چلند موضوع جدي تعقیب کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیي له لارې د پاکستان استختباراتو لخوا د خپل سفیر د احضار او ورسره د پاکستاني نظامیانو د ناسم چلند خبره کړې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې چلند څرنګوالی یا لامل نه دی جوت کړی خو د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې دا کار یې له دیپلوماتیکو اصولو سرغړونه بللې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی له افغان سفیر سره د ای اېس ای لخوا د ناسم چلن په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تورونه ردوي.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان ټولو دیپلوماتیکو اصولو ته ژمن دی او له افغان سفیر هم تمه لري چې همداسې وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې زیاته شوې ده چې کابل کې پاکستاني ډیپلوماتان له څو ورځو راهیسې ځورول کېږي، او له افغان حکومته غوښتنه شوې ده چې په دې اړه دې اقدام وکړي.

د عکس سرچینه، EMBASSY OF PAKISTAN
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي په ننۍ غونډه کې د سناتورانو له جدي غبرګونونو وروسته په افغان حکومت غږ وشو چې په کابل کې د پاکستان سفیر د احضار کړي.
سناتورانو همدا رازه غوښتي چې د ډیپلوماټیک عرف پر ضد د پاکستان وروستی عمل د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره هم ثبت کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې یکشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي وو، په کابل کې د دوی د د سفارت کسان تېرو دوو ورځو کې ځورول شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې د پاکستاني سفارتکارو د تګ راتګ او ازادي خوندي کول او امنیت د افغان حکومت دنده ده.
دوی له کابل غوښتي چې په دې تړاو پلټنې وکړي او پایلې یې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړي او هم ډاډ ور کړي چې بیا داسې پېښه نه کېږي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د بي بي سي خبریال یوسف ځدراڼ ته وویل، هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN
د هغه په خبره، افغان حکومت دا وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هېواد سفارت لخوا د خپرو شویو بیانونو او اندیښنو د څيړنې په حال کې دی او هڅه کوي چې ستونزه ژر حل کړي.
د پاکستان سفارت تېره زمری میاشت افغانانو ته د ویزې ورکړه محدوده کړه او ویې ویل، یوازې بوډاګانو، ناروغانو، ښځو او سوداګرو ته به ویزې ور کوي.
هغه مهال دغه سفارت له افغان حکومت وغوښتل چې له کونسلګرۍ بهر د شوکو پرضد ګام پورته کړي. د ډېرو ویزه اخیستونکو په دلیل افغان وګړو ته د پاکستان ویزه اخیستل تل سرخوږی لري.
وړمه میاشت په ننګرهار کې هم د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان خپله کونسلګري تړلې وه خو دا په وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په پلازمېنه کابل کې د سفارت د یوې عمده برخې د تړل کیدو خبره کوي.









