افغان حکومت: ای اېس ای اسلام اباد کې افغان سفیر سره ناسم چلن کړی

عاطف

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ISLAMABAD

د عکس تشریح، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، عاطف مشعل سره د پاکستان پوځي استخباراتو ادارې ناسم چلن کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) له خوا د افغان سفیر پر احضارولو او له هغه سره په ناوړه چلن سخت اعتراض کړی او د پاکستان د استخباراتي ادارې دا عمل یې له دیپلوماتیکو اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته دا ومنله چې اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د ای اېس ای ځایي دفتر ته وربلل شوی و او هلته ورسره ناسم چلند شوی، خو دا یې روښانه نکړه چې د ښاغلي مشعل د ور بللو دلیل څه و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویلي، کابل له پاکستان نه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې او دیپلوماتیکو اصولو پر بنسټ وساتي.

په اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت د هغې اندېښنې په اړه چې له امله یې د سفارت کونسلي چارې بندې شوي پلټنه کوي.

پرون یکشنبه کابل کې د پاکستان سفارت وویل، افغانانو ته یې د ویزې ور کول ځنډولي دي او اسلام اباد کې افغان مرستیال سفیر د هغه څه له امله د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی چې پاکستاني چارواکي یې کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو ځورېدل بولي.

پاکستان

د عکس سرچینه، EMBASSY OF PAKISTAN

د عکس تشریح، کابل کې د پاکستان سفارت پرون ویلي وو چې د دوی دیپلوماتان ځورول شوي دي

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د بي بي سي خبریال یوسف ځدراڼ ته وویل، هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

د هغه په خبره، افغان حکومت دا وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هېواد سفارت لخوا د خپرو شویو بیانونو او اندیښنو د څيړنې په حال کې دی او هڅه کوي چې ستونزه ژر حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې اعلامیه کې راغلي، افغان سلایار ته وویل شول چې د پاکستان د سفارت کسان تېرو دوو ورځو کې ځورول شوي دي:

"په سړک کې خنډ ورته جوړ شوی دی او د سفارت ګاډي له سفارت سره نږدې د موټرسیکلونو له خوا زیانمن شوي دي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې د پاکستاني سفارتکارو د تګ راتګ او ازادي خوندي کول او امنیت د افغان حکومت دنده ده.

دوی له کابل غوښتي چې په دې تړاو پلټنې وکړي او پایلې یې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړي او هم ډاډ ور کړي چې بیا داسې پېښه نه کېږي.

ګران

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN

د عکس تشریح، د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، کابل کې د پاکستان سفارت د اندېښنو په اړه پلټنې کوي

د پاکستان سفارت تېره زمری میاشت افغانانو ته د ویزې ورکړه محدوده کړه او ویې ویل، یوازې بوډاګانو، ناروغانو، ښځو او سوداګرو ته به ویزې ور کوي.

هغه مهال دغه سفارت له افغان حکومت وغوښتل چې له کونسلګرۍ بهر د شوکو پرضد ګام پورته کړي. د ډېرو ویزه اخیستونکو په دلیل افغان وګړو ته د پاکستان ویزه اخیستل تل سرخوږی لري.

څه مهال مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت هغه پولیس ونیو چې د سفارت مخ ته یې څو ویزه غوښتونکي وهلي وو. په ځلونو ویل شوي چې پولیس له داسې کسانو سره اړیکه لري چې د پیسو بدل کې ویزې ترلاسولو ته لار جوړوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت پخوا هم ویلي و چې د دې ستونزو د اواري لاره یې ګام پورته کړی او ځینې مفسد پولیس یې په نښه کړي او څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي. دغه وزارت د پاکستان شاوخوا اوسني پولیس "کارند او پاک" بللي دي.

وړمه میاشت په ننګرهار کې هم د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان خپله کونسلګري تړلې وه خو دا په وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په پلازمېنه کابل کې د سفارت د یوې عمده برخې د تړل کیدو خبره کوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې دوی په کابل کې د سفارت او په ننګرهار، کندهار، هرات او بلخ کې د کونسلیو له لارې هره میاشت افغانانو ته ۵۳ زره ویزې ویشي خو ښکاري چې د ویزې خدمتونو له درولو سره به ډېری هغه افغانان له ستونزو سره مخ شي چې پاکستان ته تګ راتګ کوي.