کابل کې د پاکستان سفارت امنیتي پرسونل ګوښه شوی

سفارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امنیتي پرسونل پر کسانو تور دی چې له خلکو یې بډې اخیستې
    • Author, عبید حسام
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خلکو د شکایتونو او د نظارتي ټیمونو د راپورنو پر بنسټ یې په کابل کې د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کړی.

دا وزارت وايي چې د دوی پر ځای نوي کسان په دندو ګمارل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، له دې پولیسو شکایت شوی و چې ګواکې د پاکستان د ویزې اخیستلو په برخه کې یې له خلکو بډې اخیستې.

له دې وړاندې هم په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان ویزې اخیستو په برخه کې دفساد او بډو اخیستو رپوټونه خپاره شوي وو.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د یوه سفارت د ساتنې ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کوي.

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دې وړاندې په جلال اباد کې هم د پاکستان د کونسلګرۍ له ساتونکو شکایتونه شوي وو

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، د شپږمې تولۍ د مشرانو په ګډون ټول پولیس له دندو لېرې شوي دي.

څه موده وړاندې د ننګرهار والي حیات الله حیات ویلي وو چې هلته د پاکستان ویزې لپاره له خلکو پیسې اخیستل کیږي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د ننګرهار د والي دا ادعا رد کړې وه او والي یې د دوی په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی و.

په کابل کې د پاکستان سفارت او ترڅنګ یې په جلال اباد، کندهار او مزار ولایتونو کې سلګونه افغانستان د پاکستان ویزې لپاره مراجعه کوي.

خو کله ناکله د ویزې اخیستو په برخه کې د پیسو اخیستلو او بې نظمیو په اړه شکایتونه کیږي.