ننګرهار کې پاکستان خپله کونسلګري وتړله

د ویډیو تشریح، ننګرهار والي: د پاکستان وېزې اخیستو کې سلګونه زره روپۍ ښکته پورته کېږي

پاکستان د افغانستان ختیځ ښار جلال اباد کې خپله کونسلګري د هغه څه په اعتراض کې بنده کړې چې ددې استازۍ په چارو کې د ننګرهار د والي لاسوهنه بولي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د والي حیات الله حیات له خوا د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه شوې چې په وینا یې دا کار له نړیوال تړونه سرغړونه ده.

پاکستاني سفارت همداراز ویلي، تر هغو چې د کونسلګرۍ امنیتي چارې د مخکې په څېر نه وي سمبالې شوې، تړلې به پاتې وي.

خو د ننګرهار د والي ویاند وايي، د پاکستان د سفارت د لاسوهنې تور وروسته له هغې پورې کړ چې والي په دې ولایت کې د پاکستاني روپیو د مخنیوي او د وېزې اخیستنې پرمهال د فساد ختمولو او د نظم راوستو لپاره جدي ګامونه پورته کړل.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوی جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ له کارونو خوښ نه دي:

"موږ د کونسلګرۍ له کارونو خوښ نه یو، هره ورځ سلګونه زره روپۍ ښکته پورته کېږي، موږ ته داسې معلومات هم رارسېدلي چې د یوې وېزې بیه له پنځو زرو تر شلو زرو کلدارو ده."

ښاغلي حیات وویل، د نړیوالو نورمونو له مخې افغان حکومت له کونسلګرۍ بهر د خلکو د تنظیم او ترتیب او امنیت حق لري، خو وايي، هېڅکله به د کونسلګرۍ په داخلي چارو کې لاسوهونه ونه کړي او بل چا ته به هم له کونسلګرۍ بهر د افغانانو "پر عزت د لوبو کولو" اجازه ورنه کړي.

جلال اباد

د عکس سرچینه، @Attaullah Khogyani

د عکس تشریح، ځینې کسان ان د شپې له مخې د کونسلګرۍ مخې ته ورځي چې تر نورو مخکې وېزه ترلاسه کړي.

حیات الله حیات زیاته کړه، کونسلګرۍ کې د فساد او له مراجعینو سره د کونسلګرۍ د کارمنانو له سپکاوي ډک چلند په اړه یې له ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړې دي.

کابل کې د پاکستان سفارت په خپرپاڼه کې پر هغه څه ژوره خواشیني ښودل شوې چې جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګري چارو کې د ننګرهار د والي لاسوهنه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې ادعا شوې، چې د والي حیات الله حیات دا کړنه د کونسلګرۍ چارو اړوند د ۱۹۶۳ کال د ویانا له کنوانسیون څخه بشپړه سرغړونه ده.

د پاکستان سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې د ننګرهار والي د کونسلګرۍ اجرایوي چارو کې له لاسوهنې منع کړي او امنیتي تدابیر یې هغه شان کړي لکه تر تېرې سې شنبې ورځې پورې چې وو.

اعلامیه زیاتوي، له همدې امله به جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګري به تر هغه تړلې وي چې د سفارت له خوښې سره سم یې امنیتي تدابیر نه وي نیول شوي.

دوې ورځې وړاندې د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان کونسلګرۍ ته ورغلی و او د ولایت د رسنیو د څانګې د رپوټ له مخې، د ننګرهار د والي د مېلمستون لپاره یوه ځانګړې شوې ودانۍ یې مراجعینو ته وټاکله.

جلال اباد

د عکس سرچینه، @Attaullah Khogyani

د عکس تشریح، جلال اباد کې د پاکستان وېزې ترلاسلو لپاره هره ورځ هلته سلګونه کسان مراجعه کوي.

والي وايي، کونسلګرۍ ژمنه کړې وه، چې اختر کې به د وېزې پروسه شرکتونو ته وسپارله شي، خو تر اوسه دا کار ونه شو، چې په وینا یې "زه خپله اړ شوم چې کونسلګرۍ ته راشم او دلته د خلکو په تنظیم کې مرسته وکړو."

ښاغلي حیات ویلي، په دې برخه کې د خلکو شکایتونه هم ورته رسېدلي.

جلال اباد

د عکس سرچینه، ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

د عکس تشریح، خو د ننګرهار د والي ویاند وايي، د پاکستان د سفارت د لاسوهنې تور وروسته له هغې پورې کړ چې والي په دې ولایت کې د پاکستاني روپیو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړل.

په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګري د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوي، خو ظاهراً د کونسلګرۍ د وېزې ورکولو د څانګې د کارمنو شمېر د مراجعینو پرتله ډېر لږ دی.

د وېزې ترلاسلو لپاره هره ورځ هلته سلګونه کسان مراجعه کوي.

ځینې کسان ان د شپې له مخې د کونسلګرۍ مخې ته ورځي چې تر نورو مخکې وېزه ترلاسه کړي.

دا هم د لوستلو دي: