کابل: د پاکستان ویزه په سخته تر لاسه کېږي

د خپريدو وخت: 11:59 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د پاکستان د ویزې اخیستلو لپاره وروسته له هغه غوښتنې ډېرې شوې، چې په پاکستان کې د پولیسو له خوا د ناقانونه افغانانو نیول او ځورول ډېر شول.

پلازمېنه کابل کې د هغو کسانو شمېر له دوه برابره هم ډېر شوی، چې غواړي د پاکستان ویزې ترلاسه کړي.

سل ګونه کسان، چې هره ورځ د پاکستان د سفارت ودانۍ مخې ته راټولېږي له دې ډلې یو شمېر کسان وايي، د ویزې ترلاسه کولو لپاره په ورځو او ان په اوونیو انتظار باسي.

دغه کسانو، چې ډېر یې د درملنې لپاره پاکستان ته د تګ هوډ لري، وايي له تېرو دوو اونیو راهیسې دغه ستونزه راپورته شوې او دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

بل لور ته په کابل کې د پاکستان دسفارت چارواکي وايي، وروسته له هغه چې پاکستان ته په قانوني ډول د افغانانو تګ ډېرشو، دوی هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ کسه افغانانو ته ویزې ورکوي.

په پلازمېنه کابل کې د پاکستان د سفارت ودانۍ مخې ته سلګونه افغانان داسې مهال راټولیږي، چې د سهار اذانونه هم نه وي شوي.

د سفارت مخې ته ځینو راغلو افغانان ویل، چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې دلته راځي خو وايي بیا هم د دې فرصت نه ورکول کېږي، چې خپل پاسپورټ د پاکستان سفارت ته د ویزې لپاره ورکړي.

سفارت ته له راغلو کسانو نه ځینو یې بي بي سي ته وویل، چې ان د شپې دوې بجې د غه ځای ته د نوم لیکنې لپاره راغلي دي خو وايي بیا هم په ورځو ورځو د ویزې اخیستو نوبت نه ورته رسیږي.

حامد د وردګو هغه اوسېدونکی دی چې وايي مور یې له ډېرې مودې راهیسې ناروغه ده او غواړي پاکستان ته یې د درملنې لپاره بوځي.

ده بي بي سي ته وویل:

" ۱۰ ورځې کېږي، چې دلته راځم خو څوک مې نوم نه لیکي. کله راته وايي، چې وخت نه شته او کله راته وايي، چې کسان پوره دي. دغه ټول جنجال پولیسو جوړ کړی دی"

دوی ادعا کوي، چې د سفارت ساتونکي افغان پولیس له هغه کسانو پېسې اخلي، چې غواړي د ناروغانو د درملنې لپاره ژر ویزې تر لاسه کړي. خو دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له خوا پېسې اخیستل نه مني او نه یې هم ردوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

"زه هغه ادعاوې چې ګواکې پولیس پېسې اخلي، نه یې منلی شم او نه یې هم ردولی شم. خو بیا هم که څوک ستونزې لري د پولیسو د ۱۱۹ او ۱۰۰ شمېرو ته دې زنګ ووهي او ستونزې دې راسره شریکې کړي. د سفارتونو پولیس یواځې د سفارت دامنیت مسوولیت پر غاړه لري، د خلکو تنظیمول خپله د سفارت کار دی"

د پاکستان د ویزې اخیستلو لپاره وروسته له هغه غوښتنې ډېرې شوې، چې په پاکستان کې د پولیسو له خوا د ناقانونه افغانانو نیول او ځورول ډېر شول. ډېر دغه افغانان پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، پخوا یې هره ورځ نژدې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانانو ته ویزې ورکولې خو وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ویزې افغانانو ته ورکوي.

د سفارت غبرګون

کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي سلاکار اختر منیر وايي، د سفیر د ځانګړې سپارښتنې له مخې یې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ورځې د کاري مودې وخت هم غځولی دی د نوموړي په وینا.

"کابل کې د پاکستان سفارت مسوولین وايي، پخوا یې هره ورځ نژدې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانانو ته ویزې ورکولې خو وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ ویزې هر ورځ افغانانو ته ورکوي."

" د سفارت له خوا د سستۍ مساله نشته. سفیر موږ ته ځانګړې لارښوونه کړې، چې د ورځې له ۸ تر ۱۲ بجوپورې پاسپورټونه واخلو. زموږ سفارت هره ورځ نژدې ۱۲۰۰ پاسپورټونه اخلي او همدومره زموږ وړتیا ده. زه فکر کوم، چې په کابل کې یواځینی سفارت زموږ دی، چې تر ټولو ډېرې ویزې ورکوي"

ښاغلي منیر وايي، پاکستان ته په قانوني ډول د افغانانو د ورتګ کچه لوړه شوې او له همدې امله دپاکستان د ویزې لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې دي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې ورکول او یا هم نه ورکول د پاکستان د حکومت کار ګڼي خو وايي، له پاکستاني لوري سره یې خبرې پیل کړي، چې دغه هېواد ته د تلونکو افغانانو لپاره د ویزې د ورکولو اسانتیاوې ډېرې کړي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، په لوړه کچه یې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي، چې پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې ستونزې هوارې شي.

خو دا یواځې پاکستان نه دی، چې افغانان یې د ویزې په تر لاسه کولو کې له ستونزو سرټکوي، د ایران په ګډون یو شمیر نور هېوادونه هم افغانانو ته ژر ویزې نه ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>