د ای اېس ای مشر کابل کې د افغان ملي امنیت سلاکار سره وکتل

د عکس سرچینه، FACEBOOK/ ONSA
د پاکستان یو جګپوړی پوځي او ملکي پلاوی، ظاهراً د هغې ترینګلتیا د سړولو په تړاو کابل ته تللی چې په اسلام آباد کې افغان سفیر ته د پاکستاني پوځيانو له ادعا شوي سپکاوي وروسته ټوکېدلې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، په دغه پلاوي کې د پاکستان د پوځي استخباراتو (ISI) مشر فیض حمید او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سهیل محمود هم شته.
ویل کېږي چې پاکستاني پلاوي د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي چې ا صلي موضوع یې د اړیکو بیا رغول و.
پاکستان هم په دې وروستیو کې، په کابل کې د ملي امنیت ادارې له خوا د خپلو ډېپلوماتانو د ځورولو تر ادعا وروسته، د خپل سفارت کونسلي څانګه تړلې وه.
د دې پلاوي د کتنو او د خبرو اجنډا په اړه تر اوسه ډېر جزيیات نشته، خو په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو ځل بیا پر یو بل تورونه لګول پیل کړي وو.
افغان حکومت ادعا کوي چې پاکستانی پوځ کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمه کې پر افغان خاوره د تاسیساتو جوړولو هڅې کوي، چې له کبله یې څو ځله د دواړو خواو ترمنځ نښتې شوې دي او مرګ ژوبله اوښتې.

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ISLAMABAD
افغان حکومت وایي، د پاکستاني توغندیو له کبله یوازې د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو نورو سیمو ته کډه شوې دي.
بله خوا د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې تور پورې کړ چې په کابل کې د دوی دیپلوماتان د افغان استخباراتو لخوا ځوورول شوي دي.
پاکستان د دې عمل په غبرګون کې په کابل کې خپله کونسلګري هم وتړله او افغانانو ته یې د ویزو ورکړه بنده کړه، خو وروسته یې اعلان وکړ چې ناروغانو ته به ویزه ورکول کېږي.
خو تر ټولو جنجال موضوع هله راپورته شوه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د پاکستان پوځي اسختباراتو یا ای اېس ای کسانو په اسلام اباد کې له افغان سفیر عاطف مشعل سره بد چلن کړی.
د بهرنیو چارو وزارت د دې بد چلن په اړه تر اوسه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا له افغان سفیر سره د هر ډول بد چلن ادعاوې رد کړې.
داسې ښکاري چې د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اوس د همدې وضعیت د کابو کولو او د اړیکو د بیا رغولو لپاره کابل ته تللي دي.









