د پاکستان سفارت: سختو ناروغانو ته ویزه ورکوو

سفار

د عکس سرچینه، Getty Images

کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، د کونسلي خدمتونو د بندېدو سره سره به دوی سختو ناروغانو ته ویزه ور کوي.

دغه سفارت د یکشنبې په ورځ ک وویل، افغانانو ته یې د ویزې ور کول ځنډولي دي او اسلام اباد کې افغان مرستیال سفیر د هغه څه له امله د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی چې پاکستاني چارواکي یې کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو ځورېدل بولي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

د هغه په خبره، افغان حکومت دا وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هېواد سفارت لخوا د خپرو شویو بیانونو او اندیښنو د څيړنې په حال کې دی او هڅه کوي چې ستونزه ژر حل کړي.

خو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیي له لارې د پاکستان استختباراتو لخوا د خپل سفیر د احضار او ورسره د پاکستاني نظامیانو د ناسم چلند خبره کړې وه.

د ای اېس ای مرکز ته د مشعل بلل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني نظامیانو اسلام اباد کې افغان سفیر سره ناسم چلن کړی

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ISLAMABAD

د عکس تشریح، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني نظامیانو اسلام اباد کې افغان سفیر سره ناسم چلن کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې چلند څرنګوالی یا لامل نه دی جوت کړی خو د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې دا کار یې له دیپلوماتیکو اصولو سرغړونه بللې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی له افغان سفیر سره د ای اېس ای لخوا د ناسم چلن په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تورونه ردوي.

له بلې خوا د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان سفیر عاطف مشعل سره د هغه هېواد د استخباراتي ادارې یا ای اېس ای د ناسم چلند موضوع جدي تعقیب کړي.