دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته نن دویمه ورځ هم دوام لري

قطر

د ملګرو ملتونو لخوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه نن په دویمه ورځ هم دوام کوي.‌

دې غونډه کې پر دې بحث کېږي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو سره د تعامل لپاره څه لار غوره کړي.‌

د سیمې او نورې نړۍ له شلو د ډېرو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ دې غونډه کې ګډون کړی، خو پخپله طالبان نه دي وربلل شوي.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا روانه ده او د همدې لپاره یې تر اوسه ډېر جزییات هم نه دی راوتلي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي، چې بشري حقونه رعایت، ټول ګډونه حکومت جوړ او په ځانګړې توګه نجونو او ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي.‌

نیوکه دا ده چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې له ژمنو سره سره په دغو برخو کې عملي ګام نه دی اخیستی، بلکې برعکس په ښځو او نجونو یې د زدکړو او کار محدودیتونه لا ډېر کړي دي.‌

دوحې ته د بي بي سي‌ استول شوی خبریال داود قاري زاده وايي، ټاکلې تر راتلونکو څو ساعتونو د دې ناستې پای کې خبري کنفرانس ته مالومات ورکړل شي.

طالبان
د عکس تشریح، د دوحې ناسته د شرق وېلېج په نوم هوټل کې جوړه شوې

د طالبانو حکومت هم تر اوسه دې ناستې ته غبرګون نه دی ښودلی او ظاهرآ پایلو او پرېکړو ته یې انتظار باسي.

طالبانو مخکې یوازې دومره ویلي چې د دوحې دې او د افغانستان په تړاو ورته نورو ناستو کې د دوی نه ګډون د "مسایلو په حل کې مرسته نه شي‌ کولای."

بلخوا د دوحې له دې ناستې سره هممهاله روانه اوونۍ پاکستان ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر او پر کوربه هېواد سربېره هلته د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د نوموړي د کتنې رپوټونه ورکړ شوي‌ دي.‌

له دې سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد نن پر خپل ټویټر لیکلي چې له ښاغلي متقي سره یو "جامع سیاسي او تجارتی پلاوی" ملتیا کوي او دا چې د دوی حکومت غواړي په دې سفر کې "د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت د بهرنیو چاور وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې،‌ چې ښاغلی متقي به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې چې په دې سفر کې به د طالبانو حکومت او چين د بهرنيو چارو وزيران دوه اړخيزې خبرې هم ولري.

رویټرز خبری اژانس تېره ورځ یوه رپوټ کې ویلي وو چې پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې دغه سفر لپاره پر ښاغلي متقي سفري محدویت پورته کړي.‌