د ملګرو ملتونو مشر دوحه کې له ۲۰ د ډېرو هېوادونو استازو سره پر افغانستان بحثونه کوي

مشرق
د عکس تشریح، د ملګرو متلونو ناسته د 'شرق وېلېج' په نوم دغه هوټل کې روانه ده

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډه پیل شوې او د سیمې او‌ ځینې نورو هېوادونو استازي ورسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش وايي، په دغه ناسته کې له ۲۰ د ډېرو هېوادونو استازو سره پر افغانستان بحثونه وکړي.

ټاکل شوې د انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ دغه ناسته سبا هم دوام وکړي.

دوحې ته د بي بي سي‌ استول شوی خبریال داود قاري زاده وايي،‌ دغه ځانګړې ناسته د بندو درواز تر شا جوړېږي‌ او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د غونډې ځای ته ورشي.‌

نوموړي وايي،‌ ټاکل شوې "سې شنبه" د دې ناستې په پای کې خبري کنفرانس ته مالومات ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو له غونډې وړاندې د يو شمېر هېوادونو استازو له ځينو افغان ښځينه فعالانو سره د انلاين له لارې غونده لرله چې د افغان ښځو د زدکړو او حقونو په اړه يې خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي،‌ په غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي او د دغه سازمان په وینا د افغانستان په اړه به پر یو ګډ دریځ بحث وشي.‌

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان لپاره د دوی پر ځانګړي استازي سربېره بهرنیو چارو کې د دولت وزیره حنا رباني کر هم ‌ د دوحې دې دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې بهرنیو چارو کې به د پاکستان د دولت وزیره د افغانستان په اړه د پاکستان لیدلوری وړاندې او له نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو سره د راتلونکي په اړه د یوې اجماع په جوړولو کار وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دغه هېواد به "د یوه سوله ییز، باثباته، خپلواکه، سوکاله او متصل افغانستان د ګډو موخو پر لور د پرمختګ لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي."

د افغانستان لپاره د چین او ځینو نورو هېوادونو ځانګړي استازي هم په دغه ناسته د برخې اخیستو لپاره دوحې ته تللې دي.‌

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي دغې ناستې ته نه دي بلل شوي.‌ خو په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې ‌پرون یې د افغانستان لپاره د چین له استازي سره کتلي دي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

ښاغلي‌ شاهین په یوه مرکه کې بي بي سي پښتو ته ویلي چې "د افغانستان په اړه هره ناسته" چې د طالبانو د حکومت استازي پکې نه وي "د مسایلو په حل کې مرسته نه کوي."

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د دغه سازمان مرستیالې امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي و، چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندنې خبرې وشي.

د هغې دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هر کلي سره مخ شوې،‌ خو مخالفانو یې پرې توندې نېوکې کړې وې.‌‌

د طالبانو او نړیوال ترمنځ‌ اړیکي وروسته له هغه لا نور ترینګلي‌ شول،‌ چې افغانستان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.‌