دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه؛ ښځو یې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې

د عکس سرچینه، Social Media
ټاکل شوې نن دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د افغانستان په باب غونډه جوړه شي چې سبا به هم دوام کوي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون کوي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا د دې هېواد په اړه به پر یو ګډ دریځ بحث وشي.
خو دې غونډې ته نه طالبان ور بلل شوي او نه هم د هغوی مخالفان.
مخکې دا هم ویل شوي وو چې ښايي د دوحې په غونډه کې د طالبانو حکومت پر ممکنه رسمیت پېژندنې هم خبرې وشي چې دې خبرې ته متضاد غبرګونونه وښودل شول.
په داسې حال کې چې د طالبانو مخالفو څېرو او ډلو او افغان ښځینه فعالانو له دې سره ټینګ مخالفت وښود، خو خپله طالبانو د دوی په رسمیت پېژندنه د ټولو په ګټه او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل کیلي بللې ده.
د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د ګڼو هېوادونو او سازمانونو د استازو دغې دوه ورځنۍ ناستې ته د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو له بنسټونو نیولې د کابل، اسلام اباد او یو شمېر لوېدیځو ښارونو په واټونو غبرګونونه هم ښودل شوي.
د دوحې ناستې ته د ښځو فعالانو پرانیستی لیک
د افغانستان مدني ټولنې او ښځو فعالانو بېلابېلو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د دغې ناستې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او ددې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې په ټولو بحثونو او راټولېدنو کې دوی ته ځای ورکړي او د دوی په باب د خبرو پر دوی له دوی سره خبرې وکړي.
د بشري حقونو او مدني ټولنې دغو بنسټونو پر دې هم غبرګون او غوسه ښودلې چې ملګري ملتونه یا یې هم کوم غړی دولت د طالبانو حکومت چې د دوی په ټکو په سیستماتیک ډول د ټولنې تر نیمايي ډېره برخه له ټولنې حذفوي، په رسمیت وپېژني.
د دوی پرانیستی لیک چې د ملګرو ملتونو او ددغه بنسټ د سرمنشي او ګڼو هېوادونو په نامه خپور شوی، ټینګار کوي چې ملګري ملتونه دې ژر تر ژره ټول هغه پلانونه لغوه کړي چې حتی که هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه لومړني ګامونه هم وي.
ددغه پرانیستي لیک لاسلیکوونکو له ملګرو ملتونو د داسې تضمین غوښتنه هم کړې چې له مخې یې په افغانستان کې د ټولو وګړو په تېره بیا د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وشي او خوندي شي.
په پاریس، سټسبورګ، اوسلو، جینیوا، واشنګټن او شیکاګو ښارونو کې هم یو شمېر معترضینو او لاریونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې راویښ شي او طالبان په رسمیت ونه پېژني.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم ښځو او فعالانو (طالبانو ته نه) شعارونه ورکړل او پر طالبانو یې د بندیزونو غوښتنه وکړه.
له دې مخکې کابل کې له محدودیتونو او واکونو سره سره، یو شمېر ښځو او فعالانو په واټونو کې د لاریون له لارې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
له دې سره هم مهاله پر خواله رسنیو هم د ښځو او ملاتړو له خوا یې دا غږ بدرګه کېږي چې پر طالبانو دې بندیزونه ولګېږي.
د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
خو طالبانو وړاندې ددې غونډې په اړه په خپل دریځ کې تمه ښودلې چې دا ناسته د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي "که ددې غونډې هدف د افغانستان د ستونزو حل وي نو پر افغانستان دې اوسني بندیزونه لیرې شي او د اسلامي امارت اوسنۍ حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي."
لا مالومه نه ده چې د قطر له ناستې به څه پایلې راوځي، خو مخکې ملګرو ملتونو ویلي اصلي موخه د دې ناستې دا ده چې څنګه ښکېل هېوادونه او نړیوالې ادارې د افغانستان او طالبانو پر وړاندې ګډ چلن غوره کړي.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې ملګرو ملتونو ته د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غندلی او د ښځو د بشپړ او برابر ګډون غوښتنه یې کړې.










