پخوانی بریتانوی جنرال وايي طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي

ریجارډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخواني بریتانیوي جنرال سړ ډېوېډ ریجارډز پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت دې وپېژني چې په افغانستان کې خلک له مخ په خرابېدو انساني ناورینه وژغورل شي.

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو پخواني مشر جنرال سر ډېوېډ ریچارډز، بي بي سي ته ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې دا ومنو چې جګړه مو بایللې او د افغانستان د خلکو د خوندي کولو لپاره په ګډه سره کار وکړو.

دغه پخواني جنرال پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت دې وپېژني چې په افغانستان کې خلک له مخ په خرابېدو انساني ناورینه وژغورل شي.

له شپږو میاشتو راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی اقتصادي وضعیت ډېر نازک شوی او خلک له وزګارۍ او لوږې کړېږي.

د دې ستونزو یوه برخه د نړیوالو مرستو د درېدلو او په بهر کې د افغانستان د پیسو له کنګلولو پیدا شوې.

له یوې خوا د طالبانو له اوسنیو تګلارو نارضایتي او بل لور ته د افغانانو ناوړه اقتصادي وضعیت نړیواله ټولنه دوه لارې کې پرېښې، ځکه داسې اندېښنې شته چې له مرستو سره به په یوه ډول د طالبانو حکومت له فشاره خلاص شي.

په افغانستان کې نژدې اته میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي چې نژدې یو میلیون یې ماشومان دي. همدې دغه هېواد له یوه جدي بشري ناورین سره مخامخ کړی دی.

ریجارډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال ریچارډ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په موده کې په افغانستان کې د برتانیوي ځواکونو مشر و.

تېره میاشت طالبان واک تر رسېدو وروسته لومړی ځل اروپا ته په رسمي سفر راغلل چې د پلاوي مشري یې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي کوله.

دوی په ناروې کې له ځینو لوېديځوالو چارواکو او د فعالو مېرمنو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره غونډې ترسره کړې.

ناروې

د عکس سرچینه، qaharbalkhi

د عکس تشریح، له طالبانو سره غونډې د ناروې په اوسلو ښار کې ترسره شوې.

تر هغه وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي ول چې که طالبان غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي.

بلېنکن زیاته کړه پر يو لړ لارو غور کوي چې له مخې يې وکولی شي د افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ورپيچکاري کړي خو ټينګار يې وکړ چې له داسې لارو به دا مرستې کوي چې طالبان ترې ګټه پورته نشي کړی.

د امریکا متحده ایالتونه او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه وايي پر طالبانو به بندیزونه ترهغه پر ځای وي ترڅو هغوې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او افراطیت سره مبارزه ده، پر ځای کړي.