کرزی: د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره په کور دننه 'قانوني مشروعیت' او لویه جرګه پکار ده

پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره اړینه ده لومړی دا ډاډ تر لاسه شي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي، په کور دننه قانوني مشروعیت لري او د دې لپاره په کار ده چې لویه جرګه جوړه شي.

ښاغلي کرزي د بي بي سي له خبریالې یلدا حکیم سره په ځانګړې مرکه کې ویلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو " دننه هېواد کې هم افغانان باید د دې ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي، د افغانانو ښېګڼې ته پام پکې کېږي او دا چې حکومت قانوني مشروعیت لري. بیا باید له نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړو. دا هر څه باید سره موازي تر سره شي. "

مخکني افغان ولسمشر پر لویه جرګه هم ټېنګار کړی چې د ده له نظره د افغانانو هیلې خوندي کولی شي. نوموړی وایي:

" اوسنیو حالاتو ته په کتو د لویې جرګې رابلل تر ټولو ښه لاره چې د افغانانو هیلې ورسره خوندي کېدای او حکومت ته مشروعیت ورکول کېدای شي ".د طالبانو د ادارې چارواکو په ټینګار ویلي چې د یوه مشروع نظام شرایط یې پوره کړي، ټولګډونی حکومت یې جوړ کړی او اوس د دې وخت دی چې په رسمیت وپیژندل شي.

خو نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت ټولګډونی نه بولي او ټینګار کوی چې دوی باید د ټولو افغانانو حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته پام وکړي . نړیواله ټولنه همدا راز وايي طالبان دې ښځې په عامه ادارو کې کار ته پریږدي او ټول افغانستان کې دې نجونو ته د زدکړو حق ورکړي.

د طالبانو د کابینې جوړښت

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د نجونو د زدکړو او په سیاسي بهیر کې د افغان ښځو د ګډون په اړه حامد کرزي د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان لپاره غوره ده چې "دا حالت بدل شي. "

د ښاغلي کرزي له نظره که څه هم ځینې " غیر طالب" کسان دولتي ادارو کې شته خو " هیله دا ده چې حالت به تر دې هم ښه شي او حکومت به د ټولو استازولي وکړي، او په ځانګړې توګه په حکومت او کاري چاپېریال کې د ښځو ونډه ډېره اړینه ده ". نوموړي وایي:

" که ښځې په سیاست او اقتصادي چارو کې ونډه ونه لري نو زموږ ټولنه به کله هم ریښتیني وده او پرمختګ ونه کړي. "

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د خبریالانو په تېره د ښځینه خبریالانو پر کار یو لړ محدودیتونه ولګول شول. د دې محدودیتونو په اړه ښاغلي کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان مېرمن تل " حجاب کوي " :

" زموږ هېواد کې حجاب تل مراعات شوی، او داسې مسلمان هېواد یو چې کلکې اسلامي عقیدې لرو، نو دې برخه کې کومه ستونزه نشته، تر اوسه پورې د ښځو اړوند د طالبانو چلند له هغه ډېر ښه دی چې په پخوانۍ دوره کې یې خلک ورسره مخامخ وو. "

'بهرنیان دې لاسوهنه نه کوي'

طالبان پاکستان

د عکس سرچینه، @AMBMANSOORKHAN

د عکس تشریح، پر پاکستان تور دی چې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته هم د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي

ښاغلي کرزي ویلي چې د طالبانو د حکومت ملاتړ دې وشي او نړیواله ټولنه هم باید راشي او رښتینې مرسته وکړي، خو لاسوهنه دې نه کوي. هغه زیاته کړه، افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم او یا هم په یوه او بل نوم د بهرنیانو لاسوهنه نه غواړي.

پر پاکستان تور دی چې له طالبانو سره یې له نږدې اړیکي پالل او پر کابل د دې ډلې له واک وروسته د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. له ښاغلي کرزي پوښتنه وشوه چې په دې اړه یې اندېښنې څه دي.

هغه وویل : " افغانان له دې امله اندیښمن دي، زموږ هېڅ ګاونډی هېواد باید زموږ په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په ځانګړي ډول خپلو پاکستاني وروڼو ته دا مشوره ورکوي چې له لاسوهنې ډډه وکړي، پخوا یې داسي کړي خو باید دوام ورنه کړي ".

په دې وروستیو کې په رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې پاکستان له امریکا سره هوکړه کړې چې افغانستان د هوا له لارې بریدونو لپاره خپلې اډې د دوی په واک کې ورکوي، خو پاکستاني چارواکو دا رپوټونه په کلکه رد کړي دي.

خو ښاغلي کرزي ویلي د امریکایانو له خوا د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو مخالف دی او که امریکایان افغانستان کې پوځي عملیاتو کوي نو دا " ډېر ناسم کار دی ".

دا سې ګونګوسې دي چې د حامد کرزي په ګډون د یو شمیر افغان سیاستوالو فعالیتونه محدود کړل شوي ، په دې اړه ښاغلي کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"په قانوني ډول مې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي خو زه په ازاد ډول تګ راتګ کوم له خلکو سره ګورم هر ورځ مې خلک لېدو ته راځې، داسې هېڅ خبره نه شته".

حامد کرزي د خپلې نږدې یوې نیمې لسیزې واکمنۍ پرمهال هڅه کوله چې له طالبانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. خو طالبان حاضر نه شول چې دده په مشرۍ حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي کرزي طالبان ورونه بلل خو له همدې امله پر ده ډېرې نیوکې هم کیدې.