اروپایي کمېسیون: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو، خو افغانستان کې د اقتصادي بحران مخه باید ونیول شي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا وونډ لېین ویلي، یاد سازمان افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو ټینګار یې کړی چې په دې هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز بحران مخه باید ونیول شي.

نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې ده دوحه کې د افغان طالبانو او د اروپایي ټولنې استازو ترمنځ مخامخ خبرې د شنبې پر ورځ پیل شي.

د طالبانو پخواني ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دوی پلاوی به د شنبې او یکشنبې پر ورځ د اروپایي ټولنې له پلاوي، او د سه شنبې پر ورځ به له امریکایي پلاوي سره ګوري.

اغلې اورسلا د دې خبرو له پیلېدو وړاندې د اروپا او اسیا هېوادونو چارواکو یوې غونډې ته وویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي. نوموړي وویل:

"اروپايي ټولنه نوی رژیم چې د زور له لارې رامنځته شوی په رسمیت نه پېژني خو موږ اړ یوو چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه د دغه هېواد د ړنګېدو مخه ونیسو چې دا هېواد ورسره مخامخ دی. اړتیا ده چې موږ د افغانانو ترڅنګ ودرېږو او له همدې امله تېره میاشت موږ د یو میلیارد يورو مرستې اعلان وکړ چې درې سوه میلیونه یې بشري مرستو ته ځانګړې شوې دي. اروپايي ټولنه به د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د طالبانو له پلاوي سره کتنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو او بشري مرستو پر ښه والي ټېنګار شوی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي قطري پلاوي ويلي د ښوونځیو د پرانستلو او ټولو لپاره د زدکړې فرصت برابرولو په تېره د نجونو لپاره ډېر مهم دي. دا او ټول ګډونی حکومت رامنځته کول هغه غوښتنې چې دي نړۍ واله ټولنه یې له طالبانو لري.

امریکایي پلاوي سره پر څه خبرې کېږي؟

امير خان متقي

د عکس سرچینه، RTA

وړمه ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ امریکایي او اروپایي پلاو سره خبرو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورسېد.

امریکا بهرنیو چارو وزارت هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ به دوحه کې د افغان طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې کوي.

د یاد وزارت ویاند نېډ پرایس تېره سه شنبه خبریالانو ته وویل، ښاغلی وېسټ به دوې اوونۍ دوحه کې وي او طالبانو سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې او له افغانستان د امریکایي او نورو وګړو پر خوندي ایستنې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو سره کتنه کې به افغانستان سره پر بشري مرستو او د دې هېواد پر اقتصادي‌ وضعیت هم خبرې کېږي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم خبرې کېږي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خپلو څرګندونو کې د دې موضوع په هکله څه نه دي ویلي.

طالبان وایي، د کنګل شویو شتمنیو پر موضوع سربېره به پر سیاسي مسایلو، بشري مرستو، معارف، روغتیا،‌ امنیت، د سفارتونو بیا پرانیستلو او نورو مسایلو خبرې کېږي.

د طالبانو پلاوي کې له ښاغلي متقي سره د طالبانو د معارف، عامې روغتیا، امنیتي وزارتونو او دغه راز د افغانستان بانک استازي ملګري دي.