د طالبانو د واکمنۍ سل ورځې: افغانستان کې د بشري ناورين خبرداری

د ویډیو تشریح، د طالبانو د واکمنۍ سل ورځې: افغانستان کې د بشري ناورين خبرداری

د سره صليب يو جګپوړی چارواکی وايي هغه تګلارې چې د طالب واکمنۍ له امله افغانستان ته د نړيوالې پانګې ورتلو مخه ډب کوي، پايله يې کړاو دی، او د ژوند له بنسټيزو وسيلو او سرچينو عادي افغانان محروموي.

ډومينيک سټېلهارټ، چې افغانستان کې یې د نظام پرځېدو او طالب واکمنۍ پر سلمه ورځ خبرې کولې، نړيوال بسپنه ورکوونکي وهڅول چې دې بېوزلۍ ځپلې هېواد ته د پانګې او پيسو استولو نوښتګرو لارې راولټوي، چې له مخې یې سخته خپره خوارځواکي لرې کړي.

لوېديځ هېوادونه اندېښمن پر دې دي، چې که پانګه ورپرېږدي، ښايي پيسې د ترهګرو لاسونو ته ولوېږي.

د بي بي سي يلدا حکيم کابل کې ده، او دا راپور یې رالېږلی دی.