د امنیت شورا پرېکړه لیک ته د طالبانو غبرګون: د ښځو کار د افغانستان کورنۍ ټولنيزه مسله ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر زدکړو او کار د بندیزونو د لرې کولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي، دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او له هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان خپلواکو انتخابونو ته درناوی وکړي.
طالبان وایې حکومت یې د مېرمنو حقونو ته ژمن دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه د پرېکړه لیک د هغو برخو هرکلي کوي چې د افغانانو په مشرۍ د خپلواک او سوله ييز افغانستان ملاتړ پکې شوی دی.
طالبانو وایي له نړۍ او نړیوالو سازمانونو سره په مختلفو برخو کې ګډ کار ته چمتو دي.
په خبرپاڼه کې راغلي:"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۱ پرېکړه لیک د دې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي په اړه د امنيت شورا قوي ژمنتيا بيا تازه کوي؛ د افغانستان د خلکو؛ د يو سوله ييز، باثباته، سوکاله افغانستان او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د هېواد حاکمیت له اصل څخه ملاتړ کوي."
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، پر افغانستان د بنديزونو او محدوديتونو بې له کوم قيد او شرط لرې کولو او هېواد سره د بشردوستانه او پراختيايي مرستو چمتو کولو ته اړتيا ده.
طالبانو د بشردوستانه مرستو هرکلی کړی او په دې يې ټينګار کړی چې افغانستان کې روان کړکېچ د محدوديتونو لرې کولو او له افغانستان سره د بشري او پرمختیایي مرستو په برابرولو حل کېدی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره شپه د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د دې ټولنې په ادارو کې د افغانو ښځو پر کار لګول شوی بندیز په یوه خوله وغانده او د طالبانو پر حکومت يې غږ وکړ، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ''تروړونکې'' تګلارې او کړنې سملواره ودروي.
د امنيت شورا دا پرېکړه لیک د څه باندې نوي هېوادو په همکارۍ متحدو عرب اماراتو او جاپان چمتو کړی و.
په ملګرو ملتو کې د عرب اماراتو سفیرې وویل، چې په دغه پرېکړه لیک سره د نړیوالې ټولنې هغه پیغام لا جوت شو، چې په وینا یې، نړۍ به په افغانستان کې له ټولنې نه د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نه شي.
د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو فعالیت مخنیوی ''د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساری'' بولي او'' په افغان ټولنه کې د ښځو پر اړین رول'' ټینګار کوي.
په پرېکړه لیک کې داغه راز راغلي چې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو د دندې درلودلو ممنوعیت ''بشري حقونه او او بشر دوستانه اصول کمزوري کوي.''
د یادونې ده، چې طالبانو د روانې میاشتو په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ځايي دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوه.










