طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوي؛ وايي دا د ستونزو حل کې مرسته نه کوي

ملګري ملتونه - طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونو نه وايي،‌ په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت استازي‌ د دوحې ناستې ته نه دي‌ وربللي. خو طالبان وايي په دغه ډول ناستو کې د دوی "نه ګډون د ستونزو حل کې مرسته نه کوي."

ټاکل شوې دا غونډه چې د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي، روانه اوونۍ (د مې په لومړۍ او دویمه) د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړه شي‌.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجاریک پرون جمعه یو خبري‌ کنفرانس کې وویل چې د دغه سازمان "مشر انتونیو ګوتېرېش د طالبانو استازو ته بلنه نه ده ورکړې چې د دوحې غونډې ته ورشي."

خو په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه او هره ناسته کې چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي، او زموږ استازي په کې نه وي، د مسایلو په حل کې مرسته نه شي‌ کولای.

د طالبانو حکومت ګڼ مشران د بندیزونو له امله بهر ته سفرونه نه شي کولای، او که دغه ډول ناستې جوړېږي، ملګري ملتونه یې باید پر سفر د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه وکړي.

د طالبانو ځینو نورو چارواکو هم بي بي سي ته ویلي چې د "دوحې ناسته کې نه د ګډون بلنه ورکړل شوې او نه هم دې ناسته کې برخه اخیستو لپاره د حکومت پر استازو د سفر بندیزونه لېرې شوي دي."

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د دغه سازمان مرستیالې امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي و، چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندنې خبرې وشي.

د هغې دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هر کلي سره مخ شوې وې،‌ خو مخالفانو یې پرې توندې نېوکې کړې وې.‌‌

un

د عکس سرچینه، AMINAJMOHAMMED

د عکس تشریح، امینه محمد - د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله

نوموړې ویلي و، چې دا خبرې به پر شرطونو د ولاړې رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي، خو ټینګار یې دا و چې نه پوهېږي دا کار به اوسني وضعیت ته په کتو وشي‌ او کنه.‌

خو وروسته د ملګرو ملتونو ویاند وویل،‌ چې د حکومتونو رسمیت پېژندنې موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو "په لاس کې ده.

د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا،‌ د دغه ډول غونډو موخه دا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې "د شریکو موخو" لپاره سره یوه خوله کړي.

هغه زیاتوي چې په دوحه کې کېدونکې ناسته به "د بندو دروازو تر شاه وي" چې د افغانستان د حالاتو په اړه ګډ دریځ‌ پیدا کړي.

ښځې
د عکس تشریح، افغانستان کې ښځو په وار وار د زدکړو او کار حق لپاره لاریونونه هم کړي

د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو د ځپونکو تګلارو له امله د ملګرو ملتونو دفترونو کې ښځینه کارکوونکې هم له کاره منع کړل شوې چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.‌

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و،‌ که طالبانو له خپلې دې پرېکړې په شا نه شي،‌ ښايي‌ له افغانستانه ووځي.‌

د ملګرو متلونو امنیت شورا هم روانه اوونۍ په یوه پرېکړه لیک کې د دغه سازمان په اړوندو دفترو کې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت بندیز غندلی دی.‌

د امنیت شورا په پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو فعالیت مخنیوی ''د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساری'' بللی و او ''په افغان ټولنه کې د ښځو پر اړین رول'' ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي و، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او له هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان 'خپلواکو انتخابونو' ته درناوی ولري.