تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو مشر دوحه کې له ۲۰ د ډېرو هېوادونو استازو سره پر افغانستان بحثونه کوي
دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډه پیل شوې او د سیمې او ځینې نورو هېوادونو استازي ورسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش وايي، په دغه ناسته کې له ۲۰ د ډېرو هېوادونو استازو سره پر افغانستان بحثونه وکړي.
ټاکل شوې د انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ دغه ناسته سبا هم دوام وکړي.
دوحې ته د بي بي سي استول شوی خبریال داود قاري زاده وايي، دغه ځانګړې ناسته د بندو درواز تر شا جوړېږي او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د غونډې ځای ته ورشي.
نوموړي وايي، ټاکل شوې "سې شنبه" د دې ناستې په پای کې خبري کنفرانس ته مالومات ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو له غونډې وړاندې د يو شمېر هېوادونو استازو له ځينو افغان ښځينه فعالانو سره د انلاين له لارې غونده لرله چې د افغان ښځو د زدکړو او حقونو په اړه يې خبرې کړې دي.
ملګري ملتونه وايي، په غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي او د دغه سازمان په وینا د افغانستان په اړه به پر یو ګډ دریځ بحث وشي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان لپاره د دوی پر ځانګړي استازي سربېره بهرنیو چارو کې د دولت وزیره حنا رباني کر هم د دوحې دې دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون کوي.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې بهرنیو چارو کې به د پاکستان د دولت وزیره د افغانستان په اړه د پاکستان لیدلوری وړاندې او له نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو سره د راتلونکي په اړه د یوې اجماع په جوړولو کار وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دغه هېواد به "د یوه سوله ییز، باثباته، خپلواکه، سوکاله او متصل افغانستان د ګډو موخو پر لور د پرمختګ لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي."
د افغانستان لپاره د چین او ځینو نورو هېوادونو ځانګړي استازي هم په دغه ناسته د برخې اخیستو لپاره دوحې ته تللې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي دغې ناستې ته نه دي بلل شوي. خو په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې پرون یې د افغانستان لپاره د چین له استازي سره کتلي دي.
ښاغلي شاهین په یوه مرکه کې بي بي سي پښتو ته ویلي چې "د افغانستان په اړه هره ناسته" چې د طالبانو د حکومت استازي پکې نه وي "د مسایلو په حل کې مرسته نه کوي."
نژدې دوه اوونۍ وړاندې د دغه سازمان مرستیالې امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي و، چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندنې خبرې وشي.
د هغې دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هر کلي سره مخ شوې، خو مخالفانو یې پرې توندې نېوکې کړې وې.
د طالبانو او نړیوال ترمنځ اړیکي وروسته له هغه لا نور ترینګلي شول، چې افغانستان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.