سیګار: د طالبانو حکومت له نړیوالو مرستو عاید ترلاسه کوي; طالبان یې نه مني

د عکس سرچینه، افغانستان بانک
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له هغو مرستو څخه هم په یو ډول نه یو ډول عاید تر لاسه کوي چې نړیوال يې له افغانستان سره کوي.
د دغه راپور له مخې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له نادولتي بنسټونو او د دوی له کارکوونکو په هغه هېواد کې د فعالیت په خاطر د "لایسنس"، "مالیې" او "اداري لګښتونو" له لارې عاید تر لاسه کوي.
دغه راپور دا هم ویلي،له افغانستان سره د امریکا مرستې چې د طالبانو د واکمنېدو له مهاله يې تر اوسه له اتو مېلیاردو ډالرو ډېرې ورته بېلې کړې دي، د بشري او نورو مرستو په بڼه، طالبانو ته په یو ډول په کور دننه او بهر مشروعیت هم وربښي.
سیګار دا هم ویلي، چې طالب چارواکو د بشري مرستو د رسوونکو ادارو دفترونو ته ناڅاپي ورتګ، له دوی د بودجې، پلان او پرسونل په څېر د معلوماتو غوښتو په څېر په چارو کې لاس وهنه ډېره کړې. حتی د يوه داسې مورد یادونه يې هم کړې چې د همدغو مداخلو او فشارونو په نتیجه کې یوه بنسټ په لسو ولایتونو کې خپل روغتيايي خدمات درولي.
خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې بیا بیا د بشري مرستندویانو په چارو کې لاسوهل رد کړي.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت هم د سیګار دا تازه راپور رد کړی چې ګنې له نادولتي بنسټونو د مالیې او اداري فيس په نامه عاید تر لاسه کوي.

د عکس سرچینه، MOf
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، دوی له دغو بنسټونو یوازې د جوازلیک فیس اخلي چې هغه هم لږ او د نورو هېوادونو په څېر دی.
" د مالیې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي مالیاتي معافیت ورکړی. هېڅ ډول اداري مصارف هم نه ورڅخه وضع کېږي. همدا رنګه په ټولو ګمرکونو کې د دوی د وارداتي اموالو تعرفې صفر شوې او د دغو بنسټونو ټول توکي له کوم محصول پرته هېواد ته واردېږي. له بهرنیو انجوګانو او بنسټونو یوازې او یوازې د لایسنس فیس اخیستل کېږي چې ډېرې لږ کچه پیسې دي او یو قانوني چوکاټ لري چې له نورو هېوادونو سره په انډول کې دی او دا فیس د هېواد پر ملي عوایدو هېڅ کوم اثر هم نه لري"
په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د مرستې رسولو بهیر ټکنی کړی او دا يې هم ویلي چې سږ کال له دریو دوه برخې افغانان چې څه باندې ۲۸ مېلیونه کسان کېږي نړیوالو مرستو ته اړ وو.
له دې سره هممهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو او روغتیا سازمان په ګډون یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو سره کتلي. هغه پر ټویټر ليکلي، "خبرو کې دې پایلې ته ورسېدو چې، د طالبانو وروستیو سیاستونو میلیونونه افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی"
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تېر ۲۰۲۲ کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې په کمساري ډول تر ۲۵ مېلیونو ډېرو وګړو ته په یوه ډول نه یو ډول مرسته رسولې خو ټینګار کوي چې لا هم په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان بشري حالت په تړاو اندېښنې شته دي.






