سېلاب ځپلي افغانان؛ طالبان له نړيوالو مرستې غواړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وروستیو سیلابونو او زلزلو له امله ځپل شویو ته له نړیوالو د مالي مرستې غوښتنه کړې. طالبان وايي، حکومت یې نوی دی او د خونړیو طبیعي پېښو بار په یوازې ځان نه شي وړلی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی وايي څه باندې سل زره افغانان وروستیو سیلابونو ځپلي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډیوېډ مېليبنډ هم غږ کړی چې نړیوال دې د نورو د تېروتنو سزا افغان ولس ته نه ورکوي.