پوتین: له افغانستانه مرکزي اسیا ته د ترهګرۍ احتمالي نفوذ خطر اوس هم شته

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه څرګندونې کړې او هغه یې خورا اندېښمنوونکی بللی.
نوموړي چې ارمینیا کې د ګډ امنیت شورا سرمشریزې ته د چارشنبې پر ورځ ناوخته وینا کوله وویل له افغانستانه د دې شورا غړو هېوادونو ته د اورپکو احتمالي نفوذ خطر هم خورا لوړ دی.
''زه د افغانستان د وضعیت په اړه د همکارانو اندېښنې تاییدوم، د ګډ امنیت شورا غړو هېوادونو ته د بیلابیلو نړیوالو ترهګرو ډلو اړونده اورپکو د نفوذ ګواښ لوړ دی. د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وګړو ترمنځ د سخت دریځې ایډیالوژۍ خپرېدل په سیمه کې د افراطي جوړښتونو د فعالېدو خطر زیاتوي. ''
د دې اندېښنې د څرګندونو ترڅنګ ښاغلي پوتین ویلي روسیه په پام کې لري چې د څو اړخیزه میکانیزمونو له لارې افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو هڅو کې برخه واخلي. هغه دې لړ کې د مسکو جوړښت وروستۍ غونډې ته اشاره وکړه.
په دې غونډه کې چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په کې برخه لرله د افغانستان په اړه خبرې وشوې خو د طالبانو استازي نه وو ورغوښتل شوي.
د دې غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د روسیې ولسمشر دا غوښتنه تکرار کړه او ټېنګار یې وکړ چې دې پړاو کې لومړیتوب د یوه داسې افغان حکومت رامنځته کول دي چې د ټولو توکمونو استازي په کې برخه ولري.
د طالبانو غبرګون
طالبان خپل چارسمبالی حکومت ټول ګډونه بولي، خو د روسیې او د ګډ امنیت شورا د نورو غړو هېوادونو د اندېښنو په اړه وايي افغانستان کې داسې څه نشته چې نورو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه بي بي سي ته وویل:
''د افغانستان اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته خطر یا ګواښ متوجه کړي. داسې هېڅ شواهد او اسناد هم نه شته چې په افغانستان کې داسې څه وښيي چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وبلل شي. بیا - بیا اندېښنې رامنځته کوونکې ادعاوې او څرګندونې داسې ښکاري چې استخباراتي موخې لري. د افغانستان پولې د بل هر وخت پرتله ډېرې خوندي دي او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوی پر بنسټ ولاړ تعامل او اړیکي غواړي. ''
د دوحې تړون کې طالبانو د نورو ژمنو تر څنګ دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کېږي، خو لویدیځ چارواکي وايي د القاعده په څېر ډلې افغانستان کې بیا فعالې شوې دي.
دوی دې لړ کې کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې ته اشاره کوي. خو طالبانو کابل کې د الظواهري وژنه تر اوسه نه ده تایید کړې.










