طالبان: پخوانيو سیاستوالو سره مذاکراتو ته اړتیا نشته، خو هېواد ته راستنېدلی شي

د عکس سرچینه، TALIBAN
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د طالبانو هغه کمیسیون رسماً کار پیل کړ چې دنده یې، بهر ته تللي پخواني چارواکي او سیاستوال افغانستان ته ستنېدو ته هڅوي.
د دې کمیسیون مشري د طالبانو چارسمبالي حکومت کې د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور کوي، دا کمیسیون د دوه نورو وزیرانو په ګډون څو تنه غړي لري.
د کمیسیون د پرانیستلو غونډه کې د دې کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور ترکیه کې د افغان سیاستوالو وروستۍ ناستې او د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نور مذاکراتو ته اړتیا نشته او ټولو ته په کار دي چې د دوی د حکومت ملاتړ وکړي.
دی وايي:"د امیر المؤمنین د بښنې له فرمانه هېڅوک مستثنی نه دي. دا عفوه ټولو هغو افغانانو ته شامله ده چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې درېدلي وو. له اشرف غني یا بل کوم چا سره مذاکرات نه دي شوي او نور، مذاکراتو ته هم اړتیا نشته. سراسر امنیت راغلی، ملي حاکمیت بېرته ترلاسه شوی، د افغانانو ترمنځ سوله ده، یوازې اړتیا ده چې باید د نظام ملاتړ وشي."
خو د طالبانو ضد د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت" په نامه د جبهې وياند صبغت الله احمدي وايي، د سياسي څېرو د راستنېدو په اړه د طالبانو پيغام تر ډېره "تبليغاتي اړخ" لري.
ښاغلي احمدي بي بي سي ته په يوه استولي غږيز پيغام کې ويلي، طالبانو ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مخه نيولي او دا اوس چې هر څه اعلان شوي د ده په وينا "غير واقعي" دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو نهه میاشتې وروسته په لومړي ځل ترکیه کې د افغان سیاستوالو لویه غونډه جوړه شوه.
د غونډې په پرېکړه لیک له طالبانو غوښتل شوي چې د ستونزو د هواري لپاره د خبرو میز ته را وړاندې شي.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمیسیون مشر د راستنېدو په صورت کې د سیاستوالو او پخوانیو چارواکو د سیاسي فعالیت د بیا پيل په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې لومړیتوب د دوی را ستنېدل دي او د سیاسي فعالیت په اړه به وروسته پرېکړه وشي، خو هغه ټېنګار وکړ چې سیاستوالو ته په کار دي د دوی د ادارې ملاتړ وکړي.

د دې کمیسیون په لایحه کې راغلي چې ټول پخواني پوځي او ملکي چارواکي کولی شي افغانستان ته ستانه شي او دوی یې ستنېدونکو ته د اړتیا وړ امتیازات په نظر کې نیولي دي.
طالبانو د پخوانيو چارواکو او سیاستوالو د ستنېدو لپاره ځانګړی کمیسیون داسې مهال جوړ کړ چې د دوی د وسله والو په لاس د پخوانیو امنیتي او ملکي کارکوونکو د وژنې رپوټونه ورکړل شوي.
څه موده وړاندې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی وو چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د دوی په لاس د مخکیني دولت د نژدې ۵۰۰ کارکوونکو او د امنیتي افسران د وژلو یا لادرکه کېدو پېښې مستندې کړي دي. خو طالبانو دا رپوټ مغرضانه بللی و.
پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې له مخکېنۍ ژمنې سره سم یې ټول ګډونه حکومت نه دی جوړ کړی، د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او نجونو یې له ښوونځیو را ګرځولی وي، خو طالبان وايي حکومت یې ټول ګډونی او د ښځو د کار او تعلیم له حقه انکار نه کوي.










