پر طالبانو د عبدالله نیوکه؛ 'د بشر ضد سیاست د قومي تاوتریخوالي او کورنۍ جګړې لامل کېږي'

عبدالله عبدلله

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي‌ شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله پنجشېر، تخار او بغلان ولایتونو کې د وروستیو جنګ جګړو او د ده په وینا د ملکي خلکو د "صحرايي محاکمه کېدو" په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي عبدالله په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې له افغانستانه د دغو ناوړه او دردوونکو پېښو په تړاو "مستند رپوټونه" وايي چې په "پنجشېر، تخار، اندرابونو او خوست کې نظامیانو د مظلومو ملکي خلکو په صحرايي محکمو،‌ وژنو او ربړونو لاس پورې کړی دی."

هغه دا وړ ګامونه د ټولو اصولو او ارزښتونو خلاف بللي، له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي چې "د وروستیو پېښو په تړاو بې طرفانه څېړنې پیل او پایلې یې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي."

د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا مخکینی مشر وايي:‌ "یو ځل بیا ټینګار کوم چې د بشر ضد سیاستونو دوام، ځپل، وېرول، او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د هېواد د لا ډېر منزوي کېدو او د قومي لانجو ډېرېدو لامل ګرځي ‌او افغانستان د کورنۍ جګړې لوري ته بیايي."

عبدالله عبدالله ویلي د تېرو څلوېښتو کلونو تاریخ ښيي چې انحصاري سیاستونو د افغانانو ستونزې ډېرې کړي او هېواد یې د کړکېچ خوا بیولی دی.‌

هغه زیاته کړې چې "روان کړکېچ د خبرو اترو، ګډپوهاوي، د خلکو ارادې، مذهبي تنوع او همدا راز هېواد کې موجودو هویتي-فرهنګي توپیرونو ته د درناوي له لارې حل کېدای شي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په دې وروستیو کې له پنجشېر، بغلان او تخاره د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو وسلوالو ترمنځ د نښتو او د دواړو خواو پر وسله والو سربېره ملکي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتلو راپورونه ورکول شوي.

په دې منځ کې د 'ملي مقاومت جبهې' او 'ازادۍ جبهې' په نومونو د طالبانو مخالفو ډلو تور پورې کړی چې طالبانو د دغو جګړې په ترڅ کې یو شمېر ولسي کسان هم وژلي او ربړولي دي.

خو د طالبانو ځايي‌ چارواکو او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد بی بي سي سره خبرو کې د ولسي کسانو د وژنې یا شکنجې ادعاوې رد کړې.

ښاغلي مجاهد ویلي چې سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي او ښایي له یو شمېر خلکو نه پلټنې شوې وي، خو ولسي خلک نه دي ځورول شوي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د بشری حالت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

تازه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپوتر ریچارد بېنټ هم ویلي چې له پنجشېر، تخار او بغلانه د سرغړونو خورا اندېښمنوونکې ویډیوګانې، غږونه او رپوټه ترلاسه شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

خو هغه زیاته کړې چې د دغو رپوټونو تائید ته اړتیا ده.

ښاغلی بېنټ پر خپل ټویتر لیکلي‌ دا (څېرنه) د "نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانیونو" پلي کېدو لپاره اړینه ده او ګواکې دوی یې له نږدې څاري.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو راوروسته لومړی ځل دی چې ښاغلی عبدالله د دوی پر سیاستونو دومره په زغرده او ډانګ پېيلې نېوکې کوي.

ښاغلی عبدالله په دې ټوله موده کابل کې و خو له تېر کوچني اختر وړاندې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره هند ته ولاړ او تر اوسه هلته دی.‌

ښاغلي عبدالله دې موده کې له رسنیو سره خبرې هم نه دي کړي.

کرزی او عبدالله

د عکس سرچینه، DrAbdullah

مخکې داسې رپوټونه هم وو چې ګوندې طالبانو عبدالله عبدالله او مخکینی ولسمشر حامد کرزی یو ډول کورني بند کې ساتلي او "له هېواده بهر" د سفر اجازه نه ورکوي، خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي وو.

ډاکتر عبدالله هند ته تګ پر ورځ هم پر خپل ټویتر لیکلي و چې "د کورنۍ جګړې مخنیوی د ټولګډونه حکومت د جوړېدو له پرېکړې سره تړلی دی."

هغه پر سیاسي مشارکت، ملي یوالي، یو بل منلو او اجتماعي عدالت هم ټینګار کړی وو.