کابل کې ښځو د طالبانو د حجاب پالیسۍ پر ضد لاریون کړی؛ امریکا ویلي پر طالبانو به فشار راوړي

د عکس سرچینه، Reuters
کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو لخوا د حجاب د جبري کېدو خلاف لاریون کړی. دوی د کابل شهر نو پارک کې راټولې شوې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د حجاب د جبري کېدو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د دغه لاریون په ځینو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ښځې خپلو شعارونو کې وايي "طالبانو افغانستان کې ښځې یرغمل کړې او د افغانستان خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته محتاج دي."
له دې سره رپوټونه وايي طالبانو یو شمېر خبریالان هم نیولي چې د ښځو د دغه لاریون خبري پوښښ ته ورغلي وو.
بي بي سي پښتو پاڼې ته ځېنو خبریالانو ویلي، د طالبانو عسکرو د دغه لاریون خبري پوښښ ته نه دي پريښي. دوی وايي هغې سیمې ته چې لاریون پکې روان و، ورغلل خو طالبانو ترې کمرې واخیستې او ځینې یې څو ساعته نيولي وو.
کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ بیا وايي دا لاریون طالب چارواکو سره له همغږۍ پرته شوی و او ځینې خبریالان یې د لنډې مودې لپاره د پوښتنو لپاره تم کړي، خو څوک نیول شوي نه دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته وويل "نه څوک نیول شوي او نه هم کمرې ترې اخیستل شوې دي."
طالبانو روانه اوونۍ د ښځو د حجاب نوې طرحه وړاندې چې پکې راغلي که کومه ښځه شرعي حجاب مراعات نه کړي، د کورنۍ ولي ته به یې سزا ورکول کېږي.
د طالبانو دا طرحه په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په دې لړ کې تازه د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو په لګېدو ژوره اندېښنه ښودلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس د ښځو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ بشري حقونو سره ټکر کې بللې او زیاته کړې چې دا ګام به له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو ښه کېدو مخه ونیسي.
هغه همدا راز د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې امریکا د طالبانو خلاف د کارولو بېلابېلې سرچینې او وسایل واک لري، پخوا یې هم کارولي او اوس یې هم له خپلو شریکانو او متحدانو سره سلامشوره کړې، چې له دغو ګامونو د طالبانو راګرځولو لپاره پر هغوی د فشار ډېرولو ته دوام ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند اشاره ظاهرآ مالي برخې ته ده او ویلي یې دي چې امریکا اوس هم له افغانانو سره تر ټولو ډېرې بشردوستانه مرستې کوي.
تر دې وړاندې د امریکا له اړخه افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي هم د طالبانو لخوا د حجاب پر جبري کېدو غبرګون ښودلی و.
د امریکایي چارواکو څرګندنو ته د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، Samangani Twitter
بل لور ته طالبانو د حجاب په اړه خپلې پالیسۍ ته د امریکایي چارواکو څرګندونې بېځایه بللې دي او ټینګار یې کړی چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، حجاب تل د افغانانو د کلتور او عقیدې برخه وه او ښځو ته کوم ګواښ نه پېښوي.
نوموړي پر امریکا غږ کړی چې د زور ژبه دې نه کاروي او پر ځای دې باید د بندیزونو په ګډون پر هغو مسلو خبرې وکړې چې افغانانو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
یاده دې وي چې پر امریکا سربیره اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم د طالبانو دا ګام غندلی او له دوی یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي او له شپږم ټولګې پورته د نجوني ښوونځي هم پرانځي.
خو له طالبانو دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د دوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تازه ولایتي مسؤلینو او د کابل ولایت د ټولو حوزو امرينو ته د حجاب او همدارنګه د دوی په وینا د معروف د اقامې او له منکراتو د راګرځولو پرېکړې د ښه پلي کېدو په موخه درې ورځنی سمينار ترسره کړی.










