طالبانو افغانستان کې ښځو لپاره حجاب اجباري کړ؛ د سرغړوونکو ولي ته به سزا ورکول کېږي

د عکس سرچینه، MOPVPE
د طالبانو حکومت امربالمعروف وزارت د اسلامي حجاب په اړه غونډه جوړه کړې. دې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر سرپرست شیخ خالد الحنفي سربېره، د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د چارو ادارې مرستيال مولوي نورالحق انور، د تمیز عاليادارې مشر شیخ محمد شریف او نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
له دې سره طالبانو د دوی په وینا د ښځو شرعي حجاب په اړه یو نوی لارښود هم صادر کړی.
دې لارښود ته چې رسنیو ته یې کاپي په لاس روغلې د "شرعي حجاب اړوند لنډې توضیحي او تطبیقي طرحې" نوم ورکړ شوی.
د طالبانو حکومت سرچینو بي بي سي ته تائید کړې چې دا طرحه رښتینې ده.
طالبانو دې طرحه کې راغلي: "په لومړي ځل دې د بې حجابه مېرمنې کور په نښه کړل شي، د هغې ولي ته یې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي. په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په درېیم ځل دې ولي درې ورځې حبس شي. په څلورم ځل دې یې ولي محاکمو ته وسپارل شي، چې په مناسبه سزا محکوم کړل شي."
په دې کې دا هم ویل شوي چې کومې ښځې دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعاتوي، نو له دندو دې وایستل شي.
د طالبانو دې طرحه کې راغلي: "چادري چې هېواد کې له پېړیو را په دې خوا د افغاني باغزته کتلور برخه ده، د شرعي حجاب بهترین ډول دی."
د طالبانو حکومت لخوا ویل شوي چې "رسنۍ او منبرونه دې د حجاب د حکم، ګټو، اهمیت او د بې حجابۍ زیانونه بیان کړي".
د دغه امر له مخې د ښځو د حجاب ارزولو لپاره د امر بالمعروف وزارت د سرپرست په مشرۍ یو جپګوړی اووه کسیز پلاوی هم ټاکل شوی.
شیخ مولوي عبدالحکیم، مولوي نور محمد ثاقب، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي فرید الدین محمود، مولوي نورالله منیر او مولوي نورالحق انور ددغه پلاوي نور غړي دي.

د عکس سرچینه، MOPVPE1
د طالبانو په دې نوې طرحه کې دا یادونه هم شوې چې افغانستان کې اوس ۹۹ سلنه ښځې شرعي حجاب مراعتوي او پاتې نورې دې هم دغه شرعي واجب حکم مراعت کړي.
د طالبانو د تمیز عالي ادارې رییس شیخ محمد شریف د ښځو شرعي حجاب په اړه د دوی امر بالمعروف وزارت ننۍ غونډه کې ویلي د حجاب مراعتول الهي امر دی او "موږ یې باید پلی کړو".
د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد الحنفي دې غونډې ته ویلي چې طالبانو ته اسلامي اصول او نظریه تر بل هر څه مهمه دي او "له هر څه" ورته تېرېدای شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد هم ویلي چې "ښځې دې د جاهیلیت د دور په څېر سینګار کړې یا بې حجابۍ کې بهر نه راوزي".
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو محدویتونه ډېر شوي دي.

د عکس سرچینه، MOPVPE
په دې لړ کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي او مېرمنو ته له شرعي محرم پرته له هېواده بهر د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
دغه محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي.
طالبانو په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم پر ښځو چادري په سرول جبري کړي وو.










