عبدالله: له طالبانو سره دوښمني باید ختمه شي

د عکس سرچینه، @Dr Abdullah Abdullah
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي "موږ په افغانستان کې هېڅوک خپل دوښمن نه ګڼو، د افغانستان او ددغه هېواد د بقا او عزت دوښمن زموږ یوازېنی دوښمن دی".
ښاغلي عبدالله کابل کې د لویې جرګې خېمه کې د شهیدانو اونۍ لمانځغونډې ته په وینا کې وویل، پخپل کور (افغانستان) کې له هېچا سره دوښمني نه لري، چې په وینا یې له همدې کبله "له طالبانو سره دوښمني باید ختمه شي."
دغې غونډې ته ډېری پخواني جهادي قومندانان او د پارلمان ځینې غړي او عام خلک ورغلي وو.
عبدالله عبدالله هیلهمندي وښوده چې له طالبانو سره راتلونکې خبرې د سولې او خبرو دروازه پرانیستل شي.
عبدالله عبدالله وویل، ټول انسانان له نورو سره په سیاست، اداره او نورو چارو کې د نظر اختلاف لري، خو مهمه دا ده چې د نظر اختلاف د تاوتریخوالي، جګړې او وینې تویېدو لامل ونه ګرځي.
ده وویل، په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته د اوسني نسل مسئولیت هم ډېر دروند دی چې د سولې لپاره باید تر خپله وسه هڅې وشي.

د عکس سرچینه، @Dr Mohammad Naeem
بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي، تېره ورځ د دغه دفتر سیاسي مرستیال او د دفتر مشر ملا برادر اخوند او د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم حقاني د قطر له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
نوموړی وايي، "په دې کتنه کې د بندیانو د خلاصون پروسې د ژر نهايي کېدو او بین الافغاني مذاکراتو د پیل اړوند موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې."
طالبان: چې د بندیانو خوشي کولو بهیر بشپړ شي خبرې کوو

بل لور ته په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د بندیانو خوشي کولو بهیر بشپړ شوی نه دی.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، کله چې د بندیانو بهیر بشپړ شي، دوی به خبرې پیل کړي.
نوموړی خپل وروستي ټوېټ کې د دې شرط یادولو سره وايي، د بندیانو بهیر بشپړولو باندې کار روان دی.
که څه هم طالبان دا نه وايي، چې کوم بندیان یې پاتې دي، خو مخکې د فرانسې په ګډون څو هېوادونو د شپږو بندیانو په خوشي کېدو نیوکه کوله او وروسته پرېکړه وشوه چې دا بندیان به قطر ته لېږل کېږي.
داسې ښکاري چې طالبان قطر ته د همدې بندیانو د رسېدو انتظار کوي.
په افغان حکومت او طالبانو کې معتبرو سرچینو د سپټمبر پر دویمه بي بي سي ته وویل، د دواړو خواو ترمنځ د بندیانو د خلاصون او تبادلې بهیر بشپړ شوی او د حکومت په بند کې د اوس لپاره یوازې ۷ طالب زندانیان پاتې دي چې وروسته به قطر ته استول کېږي.
له هغه راهیسې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره قطر ته د افغان حکومت د پلاوي د تلو خبره کېږي، خو لا هم نه دی خوځېدلی.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پرون خبري غونډې ته وویل، د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د حکومت پلاوي چمتووالی بشپړ شوی دی.
"زموږ پلاوی پوره تیار دی چې خبرې پیل شي، طالبانو ته پکار ده چې تیار شي. د دوی پلاوی یو وخت اسلا اباد کې و، بل یې پلاوی اعلان شوی نه و."

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې پکار و، د مارچ په نهمه دې ډلې د حکومت زر او حکومت هم د دوی پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي وی.
دې پروسه کې له څنډ سره سره حکومت د څلور زره شپږ سوه بندیانو تر خوشي کولو وروسته وویل، چې څلور سوه بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او دوی یې خوشي کولی نه شي.
خو طالبانو د تېر په څېر د خپلو ټولو بندیانو په خوشي کولو ټینګار کاوه او حکومت هم د دې بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه جوړه کړه.
د مشورتي جرګې په پرېکړه پسې ولسمشر غني د پاتې څلور سوه بندیانو د خوشي کولو امر وکړ، خو د اتیا بندیانو تر ازادولو وروسته دا بهیر په دې وځنډېد چې فرانسه او اسټرالیا د ځینې بندیانو د نه خوشي کولو غوښتنه کوي.









