افغانستان: طالبانو ۴۸ نور دولتي بندیان خوشي کړي

د عکس سرچینه، HERAT GOV OFFICE
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د هرات د والي رسنیز دفتر د خوشي شویو کسانو له دې ډلې د ۱۷ تنو په اړه ویلي چې ازاد شوي بندیان د امنیتي او دفاعي ځواکونوسرتېري دي او دوی ته سپارل شوي دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د بندیانو د خوشي کېدو بهیر روان دی.
طالبانو شاوخوا ۲۰۰ تنه بندیان په قندهار، لغمان، کندوز،هرات او بادغیس ولایتونو کې ازاد کړي دي.
طالبانو وايي، د اټول خوشي شوي کسان دولتي سرتېري دي خو افغان حکومت وايي دې ډله کې زیات شمېر ملکي وګړي دي.
بل لور ته افغان حکومت تر اوسه ۹۳۳ تنه طالب زندانیان خوشي کړي دي.
که څه هم د دواړو لوریو لخوا د بندیانو خوشي کېدو لړۍ دوام لري، خو د تاوتریخوالي څپه لا پراخه شوې ده.
افغان حکومت وایي طالبانو پر دولتي موخو خپله بریدونه زیات کړي دي، طالبان بیا وايي حکومت د طالب بندیانو په اړه شوې هوکړه نه ده عملي کړې او ټینګار کوي چې پر اوربند او نورو مسلو به په بین الأفغاني خبرو کې پرېکړه کیږي.
طالبان وايي، د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کول د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د هوکړې له مخې یو شرط دی.
د تاوتریخوالي په یوه نوې پېښه کې په خوست کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې د دغه ولایت امنیه قومندان سید احمد بابازی، سکرتر یې او دوه ساتوونکي یې تېر ماښام ووژل شول.
طالبانو د دې برید مسؤولیت منلی دی.
ملي امنیت شورا د دغې پیښې په غبرګون کې وایي، یو وخت کې جګړه او سوله نه کېږي او باید جګړې ختمه شي چې سوله راشي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره په کار ده ه چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او دوامدار اوربند ومني.
په ورته مهال کې افغانستان ته د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ويلي دغې ټولنې بیا بيا د بشردوستانه موخو لپاره د اوربند غوښتنه کړې او که دا غوښتنه یې اوس بیا رد شي سبا به ناوخته وي.
طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

د عکس سرچینه، @ONSCAFGHAN
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قلعه تقي پر پوستې د طالبانو برید په شا تمبولی دی او په خبره دې برید کې هیڅ تلفات نه دي اوښتي.
بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د خلکو د تمې خلاف د روژې د مبارکې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې تاوتریخولی او وسله وال بریدونه کم شوي نه دي او د تېر په څیر دوام لري.
د دغه کمېسیون په تازه راپور کې راغلي چې د روژې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې ۴۳ ملکیان وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون طالبان د ۲۹ ملکیانو د وژل کیدو او د ۳۹ نورو د ټپي کېدو مسوول بللي دي.








