طالبانو لغمان کې شل تنه نور بندیان هم خوشي کړل

بندیان

د عکس سرچینه، Taliban sources

د عکس تشریح، دا شل تنه د لغمان په علیشنګ ا علینګار ولسوالیو کې خوشي شوی دي

وسله والو طالبانو ویلي چې نن پنجشنبه یې د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور بندیان هم خوشي کړي دي چې، د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي. د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.

ځایي حکومتي سرچینو هم د دې کسانو خوشي کېدل منلي وایي، وروسته به مالومه شي چې دا امنیتي کسان دي که بل څوک. د لغمان والي اصف ننګ وایي، دوی به دا مالوموي چې ایا دا کسان حکومتي بندیان دي که نه.

طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې هم شل تنه بندیان خوشي کړي وو او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېروي وو.

خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري پکې نشته.

د اوربند په اړه د طالبانو غبرګون:

بل لور ته وسله والو طالبانو افغانستان کې د اوربند په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنې ته په ځواب کې ویلي، حکومت غواړي چې اوربند د خپلو ګټو لپاره وکاروي، او دوی مجبور دي چې حکومت ته دا فرصت ورنکړي‌

د طالبانو ویاند ذبیح االله مجاهد بي بي سي ته وویل، محمد اشرف غني او شاوخوا کسان یې پخپله د سولې پر وړاندې خنډ دي او غواړي چې اوسنی وضعیت دوام وکړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي، افغان حکومت د خپلو ګټو لپاره اوربند غواړي

‌ښاغلی مجاهد وایي، که افغان حکومت رښتیا هم اوربند غواړي نو پکار وه چې د دوی بندیان خوشي شوي وای او د باور فضا رامنځته شوې وای.‌

د ده په وینا، په دې ګامونو سره به بین الافغاني خبرو ته لار هواره شوې وای او هلته بیا پر اوربند او نورو مسایلو خبرې کېدلی شوې.‌

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون چارشنبه هېواد کې د کورونا وېروس د روان بحران په اړه خپله وینا کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، طالبان باید د ملګرو ملتونو،‌ د سیمې د هېوادونو او افغان ولس غوښتنه ومني او جګړه ختمه کړي.

خو د طالبانو ویاند بي بي سي ته وویل، دوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره اړین چمتووالی نیولی او که کومه پېښه رامنځته کېږي نو دوی هغه سیمه کې جګړه کمولی شي او روغتیایي ادارو ته هم د ورتګ اجازه ورکولی شي.

‌د طالبانو ویاند تور لګوي چې محمد اشرف غني‌ او د ده شاوخوا یوه ډله خلک غواړي چې جنګ او د دوی واک دوام وکړي او له همدې کبله په لوی لاس د سولې بهیر ته خنډونه جوړوي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني له طالبانو غوښتي چې جګړه ختمه او اوربند وکړي

بله خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، د کورونا وېروس د روان بحران له کبله باید د دوی پنځه زره بندیانو په سملاسي توګه خوشي‌ شي.‌

ښاغلی شاهین وایي، په نورو هېوادونو کې هم د دې ناورین له کبله زندانیان خوشي شوي دي.

د هغه په وینا، دا ګام به پخپله بین الافغاني‌ خبرو ته لار پرانیزي او هلته بیا پر ټولو موضوعاتو خبرې کېدلی شي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دا غوښتنې او غبرګونونه په داسې حال کې رامخې ته شوي چې د عامې روغتیا وزارت ویلي، هېواد کې د کورونا وېروس ناورین په ډېرېدو دی.

په افغانستان کې تر اوسه د کورونا وېروس شاوخوا ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

خو داسې وېره شته چې د ناروغو کسانو اصلي‌ شمېره ښایي تر دې ډېره لوړه وي.‌