افغان حکومت څه باندې ۱۲ زره بندیان خوشي کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې د ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې څه باندې دولس زره بندیان د غويي یا ثور اتمې په مناسبت او کورونا ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي په موخه خوشي شي.د دې فرمان له مخې د بندیانو د بند موده نه بلکې د هغوی د جرم بڼه په پام کې نیول کېږي.
مخکې هم د یوه فرمان له مخې د لس زرو بندیانو د خوشي کېدو امر شوی وو، چې تر دې دمه یې شاوخوا شپږ زره تنه خوشي شوي دي.
د بندیانو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني دا فرمان بې مخینې دی چې له مخې یې په یو ځل ۱۲ زره او ۳۹۹ تنه بندیان خوشي کېږي.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم چارو مشر احمد راشد توتاخېل په وینا د بندیانو په خلاصون کې به هېڅ ځنډ رانه شي: "د فرمان پلي کول د زندانونو دنده ده. د فرمان پلي کول دې له همدې شیبې پیل کړي. شپه او ورځ دې کار وکړي، مخکې تر هغه چې د کورونا کومه پېښه هلته رامنځ ته کیږي، موږ باید ګڼه ګوڼه له منځه یوسو."
څه موده وړاندې هم افغان ولسمشر د یوه فرمان له مخې د څه باندې لس زرو بندیانو د خوشي کولو امر کړی وو، خو هغه وخت، د بندیانو عمر، روغتیايي حالت او د بند موده په پام کې نیول شوې وه.
د ښاغلي توتاخیل په وینا اوسنی فرمان له مخکني هغه سره توپیر لري:"دا فرمان تر ډېره د جرم په بڼې ټینګار کوي، یعنې د پخوانیو فرمانونو برخلاف چې هلته د بند موده معیار وو، خو دلته د جرم بڼه معیار دی. نو له مخې یې ټول هغه بندیان چې ولسمشر یې د عفوې واک لري په دغه فرمان کې شاملیږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاته کړه ، د وسله والو غلاوو او انسان تښتونې جرمونو ترسره کوونکو ته یو څه تخفیف ورکول کېږي، خو له بنده به نه خوشي کیږي. بله دا چې خوشي شوي بندیان به د امنیه قومندانیو تر څار لاندې وي چې بیا په کوم جرم لاس پورې نه کړي.
د اړوند مسؤلینو په وینا د افغانستان په زندانونو کې په ټوله کې ۳۶ زره بندیان موجود وو چې تراوسه یې شپږ زره خوشي شوي دي.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم چارو مشر له بندیانو غواړي چې تر خلاصېدو وروسته دوه اونۍ په خپلو کورنو کې پاتې شي.
د افغانستان زندانونه په عادي حالت کې د اتلس زره بندیانو د ساتلو وړتیا لري، چې د وروستي فرمان له مخې د بندیانو په خوشي کولو سره عادي حالت ته رسیږي.
دا فرمانونه د طالب بندیانو د خوشي کېدو له فرمانونو جلا دي. د افغانستان د امنیت شورا وايي، تر دې دمه ۵۵۰ تنه طالبان له زندانونو خوشي کړي او ټاکل شوې ۹۵۰ تنه نور یې هم خوشي شي








