سور صلیب: د طالبانو لخوا خوشي شوي بندیان مو د کندهار چارواکو ته وسپارل

سور صلیب

د عکس سرچینه، ICRC

د عکس تشریح، سور صلیب وایي، دوی د بندیانو خوشي کوله چاره کې بې طرفه مرسته کوي

افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کومیټې ویلي، هغه شل تنه افغان امنیتي سرتېري چې یکشنبه د طالبانو لخوا خوشي شوي وو، دوی په کندهار کې د والي دفتر ته سپارلي دي.

افغانستان کې د سره صلیب ادارې مشر وان پېډرو شیئرر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی په دې چاره کې بې طرفه وو او غوښتل یې چې بندیان په خوندي توګه خپلو کورنیو ته ورسېږي.

نوموړي لیکلي، که په راتلونکي کې هم اړوندې خواوې ورنه په دې چاره کې مرسته وغواړي نو دوی به مرستې ته چمتو وي.

کندهار کې افغان چارواکو منلې ده چې دا شل تنه بندیان دوی ته سپارل شوي دي او دا مهال د ولایت په ماڼۍ کې دي.

ځایي چارواکي همدا راز وایي چې دا کسان به له تثبیت وروسته د دوشنبې پر ورځ یوه رسنیز کنفرانس کې را څرګند شي او وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

وسله والو طالبانو یکشنبه د هغو شل تنو د خوشي کېدو انځورونه رسنیو سره شریک کړي دي چې دوی یې د افغان حکومت کسان بولي.

بندیان
د عکس تشریح، رپوټونه وایي چې حکومتي بندیان له شورباک ولسوالۍ نه د کندهار ښار ته رسېدلي دي

طالبانو بي بي سي ته ویلي، خوشي شوي کسان د افغان پوځ هغه سرتېري دي چې څو کاله وړاندې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې نیول شوي وو.

یاده ډله همدا راز وایي چې یاد کسان اوس په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته سپارل شوي دي.

که چېرې دا تائید شي چې خوشي شوي کسان دافغان پوځ سرتېري دي نو له امریکا سره د سولې هوکړه لیک له لاسیکولو وروسته به دا لومړی ځل وي چې طالبان د افغان حکومت زندانیان خوشي کوي.

بل لور ته افغان حکومت وايي تر اوسه د دوی له بندونو ۳۰۰ طالب بندیان د دواړو لورو د تخنيکي ډلو د بحث شوي نوملړ له مخې خوشي شوي او اوس منتظر دي چې طالبان په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

بندیان

د عکس سرچینه، ONSC

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي خوشي شوي بندیان په هغه لېست کې وو چې طالبانو ور سپارلی و

افغان حکومت ویلي، د طالبانو بندیان يې د سولې بهیر د پرمختګ او د کورونا وېروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په کابل کې د طالبانو له تخنيکي ټیم سره د شوو جلسو د پرېکړو له مخې خوشي کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، دا ټول هغه کسان دي چې د طالبانو لخوا په ور سپارل شوو لستونو کې وو.

د بندیان خلاصون پر وړاندې خنډونه:

تېره اوونۍ طالبانو ویلي وو چې د افغان حکومت لخوا د بندیانو د خوشي کېدو لړۍ له هغه بهیر سره سر نه خوري چې له امريکا سره دغې ډلې هوکړه پرې کړې وه.

طالبانو ټینګار کړی و چې له امریکا سره د تړون او د دوی له خوا حکومت ته د سپارل شوي نوملړ له مخې دې بندیان خوشي شي.

دوی له همدې کبله هغه پلاوی هم بېرته له پلازمېنې کابله ورغوښتی و چې د خوشي کېدونکو بندیانو پر سر يې له افغان حکومت سره تخنيکي بحث کاوه.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر وروسته له هغه یو ځل بیا جنجالي شو چې څو ورځې وړاندې حکومت وویل، هغه ۱۵ تنه طالبان نه خوشې کوي چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو او طالبان یې پر خوشې کېدو ټینګار کوي.

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1

د عکس تشریح، طالب ویاند سهیل شاهین ویلي وو، اړوند لوري د بندیانو خلاصون په لوی لاس ځنډوي

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې دا ۱۵ تنه په هغه نوملړ کې شته چې پخوا مقابل لوري ته سپارل شوی و.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځه زره طالب زندانیانو او بدل کې یې د دې ډلې له خوا د زر تنو حکومتي بندیانو خوشي کېدل د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.