افغان کړکېچ: حکومت او طالبانو پر یو بل تورونه لګولي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي چې د دوی بندیان باید وار د مخه خوشي شوي وای، خو افغان وایي، د سولې لپاره خپل توان کارولی

طالبانو امریکا او افغان حکومت تورن کړي چې له دې ډلې سره د شوې هوکړې په پلي کېدو کې خپل مسؤليت نه ادا کوي. یادې ډلې یکشنبه په یوه اعلاميه کې ویلي، په داسې حالاتو کې بیا له دې ډلې د اوربند او اورکم غوښتنه غیر منطقي او فرصت طلبۍ ده.

په وروستیو څو ورځو کې امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې، یوناما، د اسلامي همکاریو سازمانونو او افغان حکومت له کورونا وېروس سره د مبارزې او د روژې میاشتې په درناوي د جګړې له ښکېلو غاړو په ځانکړي ډول له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره دغه غوښتنې رد کړې.

په دغه خبرپانه کې ویل شوي، طالبانو د سولې د ټنګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل مسولیت ادا کړی، خو د دې ډلې په خبره امریکا او افغان حکومت بیا برعکس عمل کړی دی.

د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید په لسو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو شپږ زره بندیان ازاد شوي وای او همدا راز سولې ته د رسېدو په موخه بین الاافغاني خبرې هم پیل شوې وای خو وايي داسې څه ونه شول.

هغه په دې برخه کې افغان دولت، امریکا او ناټو تورن کړي چې د دې ډلې او امريکا تر منځ شوې هوکړه یې نه ده عملي کړې.

د افغان حکومت غبرګون:

صدیقي

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN

د عکس تشریح، صدیقي وايي، طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن نه دي

خو افغان حکومت هم پر طالبانو ورته تورونه لګوي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره خپل ټول توان کارولی.

ښاغلي صدیقي وايي په دې برخه کې د مرک‌چي پلاوي جوړېدل او د طالب بندیانو د ازادولو په اړه د ولسمشر فرمان د یادولو وړ دي، خو په خبره یې طالبانو بیا برعکس تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ ادعا وکړه چې طالبانو له امریکا سره له هوکړې وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

ویاند یې جاوید فیصل وايي طالبانو له هغه وخت نه تر دې دمه ۲۸۰۰ بریدونه کړي چې په خبره یې ۸۰۰ ملکیان پکې مړه او ژوبلېدلي دي.

ښاغلي فیصل که څه هم د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په دې موده کې له ۲۷۰۰ څخه زیات وسله وال طالبان وژل شوي یا ژوبلېدلي.

د زلمي خلیلزاد غوښتنه:

غني او عبدالله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خلیلزاد وايي، غني او عبد الله باید پر شخصي ګټو د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد چې د فیبروري په نه وشتمه یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هوکړه لاسلیک کړې وه نن سهار پر ټویټر د تاوتریخوالي د کمښت او له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټ کې ليکلي چې د روژې میاشت طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند وکړي تاوتریخوالی کم او بریدونه هم ودروي.

ښاغلي خليلزاد همدا راز له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د خلاصون چارې چټکې کړې چې په خبره يې دا د خپل منځي خبرو تر څنګ د سولې بهیر ته لاره هواروي.

نوموړي پر افغان سیاسي مشرانو هم غږ کړی دی چې خپلمنځي ګټې دې یوې خوا ته کړي او د خلکو او هېواد ګټو ته دې لومړیتوب ورکړي.