افغان حکومت: ۴۹۱۴ طالب بندیان مو خوشي کړل

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغان حکومت د یکشنبې په ورځ(د اګسټ ۲) وویل، په تېرو دوو ورځو کې یې ۳۱۷ طالب زندانیان خوشي کړياو دا لړۍ به دوام ولري.

د افغانستان ملي امنیت شورا پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د دې زندانیانو په خوشي کېدو سره اوس د ټولو ازاد شویو طالب زندانیانو شمېر ۴۹۱۴ ته لوړ شو.

په دې بیان کې ویل شوي دا زندانیان له پروان زندان ( بګرام زندان) او په نورو ولایتونو کې له زندانونو خوشي شوي دي.

ملي امنیت شورا ویلي د طالب زندانیانو د خوشي کولو دا لړۍ به د ۵۱۰۰ زندانیانو تر پرېښودو دوام وکړي.

ولسمشر غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د ښه نیت ښودلو او په اختر کې د طالبانو له خوا د اوربند په غبرګون کې ۵۰۰ طالب زندانیان خوشي کېږي.

دا هغه زندانیان دي چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي لېست کې یې نومونه نشته.

غني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر غني د نږدې ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک لپاره مشورتي لویه جرګه غواړي

ښاغلي غني وویل، د هغو ۴۰۰ زندانیانو په اړه به مشورتي لویه جرګه را غواړي چې طالبان یې په خوشي کولو ټېنګار کوي خو ښاغلي غني وايي د قانون له مخې یې دی د خوشي کولو واک نه لري:

" افغان حکومت ته د طالبانو ورکړل شوي لېست کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د هغوی په اړه د افغانستان ولسمشر، د هېواد اساسي او د جزا قوانینو پربنسټ ‎له زندانه د هغوی خوشي کولو صلاحیت نه لري، خو دا معنا نه لري چې موږ به بشپړه توګه د دغو بندیانو د خوشي کولو په اړه منفي ځواب ورکړو."

له د ې مخکې حکومت ویلي وو چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي ۵۰۰۰ کسیز لېست کې ۵۹۲ طالب زندان نه خوشي کوي.

حکومت وايي دا کسان لویو جرمونو لکه اختطاف، د ښځو سنګسار، وژنه او د نشه یې توکو په قاچاق کې ښکېل دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له پيل وړاندې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان ۱۰۰۰ تنه حکومتي سرتیري- چې دوی برمته کړي- خوشي کړي.

طالبانو ویلي د دوی له اړخه دا بهیر بشپړ شوی او ۱۰۰۵ حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي، خو افغان حکومت د طالبانو له خوا د خوشي شویو کسانو ډېره برخه ملکي وګړي بولي.

د طالبانو ۴۰۰ بندیانو کوربندول

طالبان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالبان وايي، ۱۰۰۵ حکومتي بندیان یې خوشي کړل.

رویټرز خبري‌ اژانس د دریو جګپوړو امریکایي‌ چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې هغه ۴۰۰ طالب بندیان چې افغان حکومت یې خوشي کولو ته چمتو نه دی، کېدای شي په یوه نوي‌ ځای کې کوربند شي او افغان حکومت او طالبان یې په ګډه څارنه وکړي.‌

دې امریکایي چارواکو له نوم پرته رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغان سولې په خبرو کې ښکېلو امریکایي دیپلوماتانو دا وړاندیز طالبانو او افغان حکومت ته کړی دی.‌

خو افغان حکومت او یا هم طالبانو د امریکا لخوا د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د دې وړاندیز له مخې یاد بندیان به د افغان حکومت له بنده خوشي کېږي‌ او په یوه نوي‌ ځای کې به په کورونو کې بند وي.

داسې ښکاري چې د زندانیانو پر سر د اختلاف له امله د افغانانو ترمنځ خبرې ځنډېدلې دي.

د همدې د هواري او د سولې په چاره کې د بیلابېلو لوریو د هڅولو لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و.