طالبانو خپله مرکچي ډله کې ځینې بدلونونه راوستي دي

سوله

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، طالبان وایي، هر کال خپلو تشکیلاتو کې بدلون راولي

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي د دې ډلې په مشرتابه کې یې له افغان حکومت سره د سولې د بین الافغاني خبرو نه مخکې پام وړ بدلونونه راوستي دي. څارونکي بین الافغاني خبرو ته دا د طالبانو د جدیت یوه نښه بولي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی هر کال په خپلو پوځي او سیاسي تشکیلاتو کې تغییر او تبدیل راولي، خو پوځي بدلونونه د کال په سر کې راغلي.

نوموړی وايي، په سیاسي تشکیل کې یې بدلون د مذاکراتي ټیم د لا پیاوړتیا او ښه پرمختګ په موخه رامنځ ته کړی.

د طالبانو مشرتابه په بدلون کې څه موده وړاندې د دې د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د زوی ملا محمد یعقوب د پوځي مشر په توګه ګومارنه هم شامله ده.

یو دیرش کلن ملا محمد یعقوب د طالبانو د پوځي ځانګې د مشر په توګه ګومارل شوی دی. دغه راز د طالبانو په مذکراتي ټیم کې هم څو تنه نورې ځواکمنې څېرې هم شاملې کړل شوې دي.

.

د عکس سرچینه، Taliban Website

د عکس تشریح، د ملا عمر د ځوانۍ انځور چې طالبانو خپور کړی دی. اوس یې زوی ملا یعقوب د طالبانو پوځي مشر دی.

د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو په ډله کې د دې بدلونونو موخه پر سیاسي او پوځي برخو لا ډېر کنټرول په ګوته شوی.

خبریالان وايي دا بدلونونه ښايي د دې څرګندوی وي چې طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته څومره جدي دي.

خو له بین الافغاني خبرو د مخه په وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او معلومه نه ده چې د ملا محمد یعقوب له ټاکل کېدو سره به د طالبانو پوځي فعالیتونه کم شي او که برعکس لا به ډېر شي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ملا محمد یعقوب د سیاسي حل لارې پلوی دی، خو نوموړی له مهمو پرېکړو څنګ ته کړای شوی و.

د بین الافغاني خبرو کوربتوب

بله خوا، وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر هم وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب ته ۱۲ هېوادونو چمتووالی ښوولی چې لس یې د سیمې او دوه نور یې اروپايي دي.

ترکیې، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني هم دا وړاندیزونه کړي.

حنیف اتمر

د عکس سرچینه، ARG-Afghanistan

د عکس تشریح، ښاغلي اتمر هم ویلي چې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل په هکله تراوسه اجماع دا ده چې خبرې په قطر کې پیل شي او د نورو پړاونو په اړه یې سلا مشورې لا نه دي کړي.

طالبانو هم په بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره په نامستقیم ډول په دې هوکړه شوې چې د خبرو پیل به له قطر کېږي او نور پړاوونه به یې نورو هېوادونو کې ترسره شي.

ښاغلي اتمر هم ویلي چې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل په هکله تر اوسه اجماع دا ده چې خبرې په قطر کې پیل شي او د نورو پړاونو په اړه یې سلا مشورې لا نه دي کړي.

د یادونې وړ ده د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې کېږي چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې دواړو خواوو لاسلیک کړه.

همدا هوکړه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او په افغانستان کې د امریکا جګړې پای ته رسولو ته - چې تر ټولو اوږده جګړه یې ګنل کېږي هم لار هواروي.