ولسمشر غني: 'د ۴۰۰ طالببندیانو برخلیک لپاره مشورتي لویه جرګه راغواړم'
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د لوی اختر تر څلورمې به ۵۰۰ نور طالب بندیان چې نومونه یې په ور کړل شوي لېست کې نشته، له زندانه ازاد کړي.
له دې سره به د حکومت له خوا د ازادو شویو طالبانو شمېر ۵۱۰۰ ته ورسېږي.
ښاغلي غني، چې د اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې خبرې کولې وویل، د طالبانو ورکړل شوي نوملړ کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د خوشي کولو په اړه یې باید جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.
ولسمشر غني وویل، " افغان حکومت ته د طالبانو ورکړل شوي لیست کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د هغوی په اړه د افغانستان ولسمشر، د هېواد اساسي او د جزا قوانینو پربنسټ له زندانه د هغوی خوشي کولو صلاحیت نه لري، خو دا معنا نه لري چې موږ به بشپړه توګه د دغو بندیانو د خوشي کولو په اړه منفي ځواب ورکړو."
ولسمشر غني وویل، دا چې په دې اړه بشپړ صلاحیت نه لري، افغان ولس ته مراجعه کوي او مشوره ترې غواړي، "باید ملت سره مشوره وکړم او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم. د ولس استازی دې مشوره راکړي چې پربنسټ یې پرېکړه وکړو."
محمد اشرف غني وویل، د طالبانو په دې ۵۰۰ خوشي کېدونکو بندیانو کې د ولایتونو او قومونو ترتیب په پام کې نیول شوی، چې په وینا یې د ټولو خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۵۱۰۰ ته رسېږي.
ولسمشر ولس ته د وینا پرمهال زیاته کړه، د طالبانو د هر وړوکي مثبت ګام په بدل کې افغان حکومت "څو ګامونه مخته شوی، په تېر کوچني اختر کې مو د طالبانو اوربند ځواب کې ۲۰۰۰ بندیان خوشي کړل. دا کار له دې کبله کوم د سولې پر وړاندې هر ډول خنډ له منځه ولاړ شي."
ارګ د اختر لمانځه لپاره د افغان حکومت او پارلمان ډېری مشران ورغلي وو.
په دې اختریزه وینا کې ولسمشر پر طالبانو یوځل بیا غږ وکړ چې د افغان دولت له مذاکراتي ټیم سره خبرې پیل کړي، چې په لړ کې یې د پاتې بندیانو په اړه بحث وشي.

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر وویل، د سولې هوکړې ته له رسېدو مخکې د نړۍ په هېڅ ځای کې هم د مقابل لوري بندیان نه خوشي کېږي، خو "دا کار موږ له دې کبله وکړ چې طالبانو ته د سولې په تړاو د افغان حکومت ښه نیت وښیو."
افغان ولسمشر وویل، دا یې له طالبانو سره درېیم اوربند دی، چې تر لنډ اوربند وروسته بیا جګړه توده شوې او زرګونه افغانان وژل شوي، "که طالبانو د ولس غوښتنه منلې وای او اوربند یې غځولی وای، زرګونه افغانان به نه وای وژل شوي."
ولسمشر غني تېره ورځ کندهار او لوګر ولایت کې د ولسي وګړو وژنو او بریدونو ته په غبرګون کې وویل، دا پېښې په کلکو ټکو غندي.
طالبان: ټول حکومتي بندیان مو خوشي کړل؛ زموږ لخوا پروسه بشپړه شوه
تېره ورځ، وسله والو طالبانو وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د افغان حکومت ۷۹ تنه نور زندانیان هم خوشي کړل. یاده ډله وایي، له دې سره د دې ډلې لخوا ټولټال ۱۰۰۵ تنه حکومت بندیان خوشي، او د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، نن پنجشنبه یې په زابل کې شل تنه، په فراه کې ۱۷ تنه، نیمروز کې ۷ تنه، هرات کې شل کسان او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي زندانیان خوشي کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مجاهد وویل، د دوی لخوا د بندیانو د خلاصون بهیر د تېرې حمل/وري میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شوی و چې بالاخره بشپړ شو.
وسله والو طالبانو له دې مخکې ویلي وو، د ښه نیت ښودلو له مخې د اختر تر ورځې به د افغان حکومت پاتې بندیان خوشي کړي، خو له مقابل لوري یې هم غوښتنه دا ده چې د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ کړي او تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.









