ولسمشر غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه نه شي کولی

د عکس سرچینه، ARG
- Author, ابراهیم صافی
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې پر ورځ د لوی اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې خپل اختریز پیغام کې وویل، د ده د حکومت په ورستي پړاو کې سختې پرېکړې امکان نه لري او د سولې لپاره پکار ده چې خلک راتلونکي ولسمشر ته واک ورکړي تر څو د صلاحیت په اساس لويې پرېکړې وکړي.
افغان ولسمشر وویل مذاکرات بې قید او شرطه دي خو سوله په قید او شرط سره ده.
ولسمشر غني وویل سوله کې باید برابري وي:
"دا مه هېروئ چې سوله به حزبي سمتي او قومي نه بلکې د هر افغان لپاره وي".
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وویل، هغه وخت تللی چې افغانې نجوني به په کېبل وهل کېدلې او افغان ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل.
ولسمشر وویل سوله راتلونکي ده داسې سوله چې د هر افغان عزت په کې خوندي وي او داسې سوله چې خلک بې کوره نه شي او بيا د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.

د عکس سرچینه، Khalilzad Twitter
ولسمشر غني په دغه اختریزه وینا کې پر ولسمشریزو ټاکنو ډېر ټینګار وکړ او ویې ویل، حکومت ورته بشپړ چمتوالی نیولی او ټینګار یې وکړ چې ملت یو قوي دولت غواړي او دا بې له ټاکنو ناشونې ده.
ده وویل د افغانستان د سولې په تړاو ځيني ګنګوسي اورېدل کېږي چې بهرنیان دا او هغه غواړي خو ده وویل چې په ملي مسایلو باندې یوازې افغانان په خپله پرېکړه کوي.
سولې په اړه د خلیلزاد هیله مندي:
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د اختر مبارکۍ پیغام لیکلي او زیاته کړې یې ده، خدای دې وکړي چې دا د افغانانو وروستی اختر شي چې په جګړه کې تېرېږي.
نوموړي ویلي، افغانان سوله غواړي او دوی په دې چاره کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د یوې با عزته سولې تړون لپاره هلې خلې کوي.
نوموړي ویلي، د لوی اختر اصل پیغام قرباني ده، او هیله یې ښودلې ده چې افغان مشران به د سولې لپاره په روانو هلو ځلو کې دې ټکي ته پام کوي.
د طالبانو لخوا د بندیانو ازادېدل:

د عکس سرچینه، Alamy
بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لوی اختر په مناسبت یې د یکشنبې پر ورځ د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ۷۶ جنګي اسیران خوشي کړي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې له ارزګان ولایت څخه ۱۸ تنه، له کندز څخه ۳۵ تنه، له خوست څخه ۱۵ تنه او له سرپل څخه ۸ تنه ازاد شوي او دا لړۍ لا روان ده.
د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی و.
د طالبانو د مشر دغه پیغام د نوموړي د کوچني اختر له پیغام سره ځکه توپیر لري چې په هغه پیغام کې پر جګړیزه مبارزه ټینګار شوی و، خو په تازه پیغام کې یې تر ډېره خبرې پر سوله ییز حل راڅرخي.
د اختر لومړی ورځ او امنیت:

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل ښار په بیلا بیلو عام ځایونو، جوماتونو سړکونو او څلور لارو کې امنیتي سرتیري ولاړ دي، خلک له امنیتي سرتېرو سره روغبړ کوي او د هغوې امنیتي هڅې ستایي.
افغان حکومت د اختر په شپو ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه سرتېري ګومارلي دي او وسله والو طالبانو هم له خپلو ملګرو غوښتي چې په اختر کې د خلکو امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
تر دې دمه له کوم ولایته د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی.








