لوی اختر: زرګونه افغان امنیتي کسانو ته د تیارسئ امر شوی
افغان حکومت زرګونه امنیتي سرتېرو ته د لوی اختر د امنیت ټینګښت په موخه د تیارسئ امر کړی. د بي بي سي خبریال ندیم اشرف چې د کابل ښار له ځینو برخو یې لیدنه کړې، په خپل رپوټ کې وايي سره له دې چې په دا وروستیو ورځو کې افغانستان کې یو شمېر خونړۍ پېښې شوې، خلک د سولې روانو خبرو ته هېله مند دي او د لوی اختر لپاره یې چمتوالی کوي.
بل لور ته افغان حکومت د اختر په شپور ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه سرتېري ګومارلي دي او وسله والو طالبانو هم له خپلو ملګرو غوښتي چې په اختر کې د خلکو امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی و.
د طالبانو د مشر دغه پیغام د نوموړي د کوچني اختر له پیغام سره ځکه توپیر لري چې په هغه پیغام کې پر جګړیزه مبارزه ټینګار شوی و، خو په تازه پیغام کې یې تر ډېره خبرې پر سوله ییز حل راڅرخي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب مشر دغه پیغام ته توند غبرګون څرګند کړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل:
''د طالبانو پیغام له بده مرغه د وېرې، جګړې او وحشت پیغام دی. طالبان د ویجاړیو او ملکي وژنو اصلي عاملین دي. د دوی په دا ډول پیغامونو افغانان نه غولول کېږي. افغانان غواړي چې طالبان له جګړې لاس واخلي. موږ هیله من یو چې افغانستان کې سوله راشي. طالبان هره ورځ د افغانستان په هره برخه کې ملکي خلکو ته زیان رسوي. ''
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، دوی د اختر په مناسبت ۷۶ تنه جنګي اسیران خوشي کړي دي.
بل لور ته مکه المکرمه کې د بي بي سي خبریال اسدالله لودین وايي، د نړۍ له لر او بره نژدې دوه میلیونه مسلمانان نن ګهیځ د عرفات میدان ته راغللي وو، چې د ورځې په پای کې به مزدلفې ته لاړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال د حج مراسمو ته نژدې ۳۰ زره افغان ورغلي دي. زموږ خبریال وايي، که څه هم نن د تودوخې درجه نژدې ۴۰ ته رسېده، خو تر اوسه پورې د کومې پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.
د بي بي سي خبریال د سعودي سرچینو له قوله وايي، د حج مراسمو پر مهال د امنیت خوندیتوب او د حاجیانو خدمت لپاره نژدې ۴۰۰ زره پورې امنیتي او خدماتي کسان ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، ARG/BBC
سعودي چارواکو دا هم ویلي چې درې سوه داسې کسان یې بېرته خپلو هېوادونو ته استولي چې له جعلي ویزو سره دغه هېواد ته ورغلي وو. لسګونه زره تنظيموونکي هم په دې هڅه پر دندو وو، چې د تېرو کلونو د ټمبټېل مرګونو پېښو مخنيوی وکړي.
د تېرې جولای میاشتې وروستیو کې د ګلف نيوز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي و، د سعودي پاچا سلمان د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو د شوي بريد د قربانيانو ٢٠٠ تنه خپلوان د حج مراسمو ته بللي دي.
رپوټ کې ویل شوی، د دغو ٢٠٠ تنو د سفر او سعودي کې د اوسېدو لگښت په خپله پاچا سلمان ورکوي چې يو ميليون ډالر اټکل شوى. تېر مارچ د کرايستچرچ ښار پر دوو جوماتونو شوي بريد کې ٥١ کسان ووژل شول او ډېر شمېر نور ټپيان و.









