په ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت غړیتوب بیا رد شو؛ طالبان یې "نا انصافي" بولي

څوکۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو غوښتنه کړې وه چې عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ورکړل شي

د ملګرو ملتونو عمومي‌ ناستې په دغه سازمان کې د طالبانو د حکومت غړیتوب یو ځل بیا رد کړ، خو طالبان وايي، دا پرېکړه "ښکاره نا انصافي ده."‌

تېره اوونۍ هم په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب چارو کمیټې نیویارک کې د وروستۍ غونډه پرمهال دغه سازمان کې د طالبانو حکومت د استازي د منلو غوښتنه رد کړې وه.‌

پرون "جمعه" د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د غړیتوب د کمېټې هغه غوښتنه ومنل شوه چې د طالبانو حکومت استازي په دغه سازمان کې ونه منل شي.

خو د ملګرو ملتونو لپاره د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې دغه پرېکړه سمه نه ده. نوموړی وايي "سره له دې چې دا څوکۍ زموږ قانوني حق ده، بیا هم دا حق نه راکول کېږي، نو دا ښکاره بې انصافي ده."

ښاغلی شاهین د اعتبار ورکولو د کمېټې سپارښتنه "د سیاسي فشار" وسیله ګڼي چې په وینا یې د طالبانو د حکومت پرضد "د بهانې په ډول کارول کېږي."

د اعتبار ورکولو دا کمېټه د چین، روسیې او امریکا په ګډون نهه غړي لري. چین او روسیه ظاهرآ د طالبانو د حکومت ملاتړي‌ بلل کېږي‌ او کابل کې یې اوس سفارتي‌ چارې هم پرانیستې دي.‌

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا دویم ځل دی چې دا کمېټه غونډه کوي او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کوي.

اوس به د تېر په څېر نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وی.‌ نوموړی د تېر حکومت پرمهال د افغانستان استازولۍ مرستیال و.

د مخکني استازي تر استعفا وروسته نوموړی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د چارسمبالي په توګه چارې پر مخ وړي.

ش

د طالبانو له واکمنۍ له یوه کاله زیاته موده تېره شوه خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د دوی د حکومت استازي منلي دي.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي‌ چې د ټولو خلکو استازولي‌ وکړي.‌ پر طالبانو نیوکه دا ده چې حکومت یې په زور نیولی او کورنۍ مشروعیت نه لري.‌

د دوی پر حکومت بله نیوکه دا هم کېږي‌ چې ټول حکومت یې له یوې ډلې جوړ دی او د ښځو په ګډون نورو ډلو ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی.‌

ملګرو ملتونو دا رنګه پرېکړه چې د میانمار د پوځي‌ حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مېشت د حکومت ضد مخالفانو غړیتوب هم په دغه سازمان کې ونه مني.‌

د میانمار پوځ د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د انګ سان سوچي‌ په مشري‌ ملکي حکومت وپرځاوه او له پراخو لاریونونو وروسته یې پوځي حکومت اعلان کړ.‌

په ملګرو ملتونو کې د میانمار استازیتوب به د پخوانی ملکي حکومت استازی کوي.‌ د لیبیا په پلازمینه کې د میشت حکومت استازی به په ملګرو متلونو کې د لیبیا د استازي په توګه پاتې وي.‌